افغان چارواکي وايي ، په نورستان کې ۱۵ طالبان او ننګرهار کې اوو داعش وسله وال وژل شوي دي.
د نورستان د برګ مټال ولسوالۍ ولسوال محمد اسماعيل د دوشنبې ورځ مشال راډيو ته وويل چې دغه طالبان هغه مهال د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې ووژل شول چې پر ولسوالۍ یې حمله کول غوښته.
د يو بل خبره له مخې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتو مشر حضرت حسین مشرقیوال د دوشنبې ورځ مشال راډيو ته وويل چې د اتور مازيګر هسکې مېنې ولسوالۍ کې په يو ډرون بريد کې اوو داعش وسله وال ووژل شول.
وسله والو په دې اړه څه نه دې ويلي.