ننګرهار کې ځانمرګي برید څلور تنه وژلي اووه ژوبل

چارواکي وايي چې د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند خالص فامیلو کې په یوې حجرې کې ناستو کسانو باندې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۱۱ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.


د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل: ځانمرګی برید نن دوشنبې غرمه مهال د پچیر اګام ولسوالۍ سره تعلق لرونکي حاجي ښایسته خان په حجره کې شوی چې د لومړنیو معلوماتو په اساس پکې څلور تنه وژل شوي او شپږ نور پکې ټپیان شوي دي.


د پیښې مسوولیت تر دې دمه هېڅ یوې وسله والې ډلې نه دی منلی.