د بشري حقونو فعالان وايي، د شام حکومتي ځواکونو په هغو یاغي ډلو بریدونه کړي چې د حلب محاصره شوې ښار نوې سیمي یې هم نیولې.
دا پېښه د شنبې پر ورځ تر هغې یوه ورځ وروسته شوې چې یاغيانو په هغو ختیزو ضلعو کې د حکومت محاصرې ماتولو په هدف یوه ناڅاپه برید وکړ چې پکې زیاتره سیمي د اپوزیشن ډلو تر کنټرول لاندی دي.
د شام د بشري حقونود څار لندن میشته اداره وايي، د روسیې په ملاتړ شامیو سرتېرو د حلب ښار په ځنو هغو مغربي سیمو دا حملې کړي دي چې وړاندی د یاغيانو په قبضه کې وې.