په خېبر ایجنسۍ کې وسله والو افغانستان ته پر تیل وړونکي یو ټانکر په برید کې دوه تنه وژلي دي.
د جمرود پوليټیکل چارواکو مشال راډیو ته وویل، چې دغه پېښه نن «دوشنبه» د خېبر ایجنسۍ په وزیر ډنډ سیمه کې رامنځ ته شوې.
د پېښي پړه لا هېڅ یوې وسله والې ډلې تر دې دمه پر غاړه نه ده اخیستې.
یاده دې وي چې د تیر زیارت پر ورځ هم د جمرود په سره کمر سیمه کې افغانستان ته پر تلونکو تېل وړونکو ټانکرو په برید کې دوه ډریوران وژل شوي ول.