له باړې د بې کوره شویو کسانو شمېر له دوه لکه واوښت

فرهاد شینواری، مشال راډیو

لواړګی -
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره ( یو این ایچ سي آر) وایې چې د پاکستان د خیبر ایجنسۍ د باړې له سیمې د نا امنۍ او پوځي عملیاتو له امله د بې کوره شویو خلکو شمیره خوا وشا دوه لکه او اته زره ته ورسیده.

د دوی په وینا، جلوزو کیمپ ته هره ورځ په سلګونه خلک د رجسټریشن د پاره راځی، خو ۸۵ فیصده خلک یې په جلوزو کډوالو کیمپ کې اوسیدل نه خوښوي او د رجسټریشن او راشن ترلاسه کولو نه پس په پیښور او داسې نورو سیمو کې یا خو د کرایه په کورونو کې پاتې کیږی او یا هم د خپل خپلوانو سره ژوند کوی.

دوی وایي چې کوم خلک یې د کیمپ نه بهر اوسیدل غواړی نو هغوی هم رجسټر کولۍ شی او د خیمو نه علاوه ورته نور هر څه ورکوی،په دې حقله باندې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند تیمور خان مشال راډیو ته وویل: ((په جلوزو کې د کډوالو رجسټریشن روان دۍ،او اوسه پورې ۴۷۸۵۰ کورنې رجسټرډ شوی دی چې د نفوسو په حساب یې شمیره ۲۰۸۰۰۰ جوړېږی او یوازي ۱۵ فیصده خلک یې په جلوزو کې پاتې کیږی دا ځکه چې دوی د خپل رسم ورواج له وجې دلته نه اوسیږی.))

نوموړی وویل: (( تر دې وخته پورې مو دې رجسټرډ شوو کورنیو ته په کې خوراکي او غیر خوراکي مواد ورکړي دي، او د پاکو اوبو او صحت آسانتیاوې هم ورکوو،او د یو این هره اداره په کې خپل، خپل کار ترسره کوي.))

د خیبر ایجنسۍ د باړې سیمې سره تعلق لرونکی عبدالقیوم اپریدی وایي: (( دې نا امنۍ او پوځي عملیاتو موږ د یو شمیر ستونځو سره مخامخ کړو،په ماشومانو او ښځو باندې مو ګولۍ راپریوزی، او ډیرۍ ماشومان مو بې دسته شول،او ځوانان مو بې تعلیمه پاتې شول))

یاده دې وی چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د تیرو دروو کالونو راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځی عملیات روان دی،او لا هم پکې بازارونه،سکولونه او روغتونونه تړلی پراته دی،او دنا امنۍ له امله ترې په زرګونه کورنۍ بې کوره شوی دی.