د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: ماسکو او واشنګټن باید ښه تعلقات ولري


ټرمپ: ماسکو او واشنګټن باید ښه تعلقات ولري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:20 0:00

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل هغه دلیلونه یو وار بیا تکرار کړل چې له ماسکو سره د واشنګټن ښه تعلقات پکار دي او دا خبره یې رد کړه چې ګني په یورپ کې د دې ورستیو کلونو د اقداماتو له وجې روس یو ګواښ دی. امریکا ته په سفر ورغلي د فنلېنډ له ولسمشر سره د دوشنبې پر ورځ د یوې ګډې خبري غونډې پر مهال له ولسمشر ټرمپ فنلېنډي خبریالانو له روس سره د تناو په اړه وپوښتل او په خاص توګه دا چې دی روس خطر بولي او که څنګه؟ نوموړي وویل، بد بختانه دی یو شمیر هېوادونه امنیتي ګواښ ګڼي، خو دا ټول هغه ګواښونه دي چې که ور پر غاړه شي نو اداره کولی یې شي. له ولسمشر ټرمپ وړاندې پوښتنه وشوه چې په دې ورستیو کې په بالټیک سمندرګي کې د روس او چین ګډو بحري مشقونو ته څنګه ګوري؟ نوموړي وویل، امریکا د دغه سیمې د امنیت په اړه سنجیده ده او دغلته دوست هېوادنونه لري.  ډونلډ ټرمپ زیاته کړه چې ده تل ویلي که له روس سره ښه تعلقات ولري نو دا به ډېره ښه خبره وي او دا مهمه ده. د نوموړي په وینا یوه ورځ به راشي چې امریکا او روس به ښې اړیکې ولري.

XS
SM
MD
LG