د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باکو کې د آزادي اروپا ازربايجانې څانګه په زوره تړل کيږي


په باکو کې د آزادي اروپا ازربايجانې څانګه په زوره تړل کيږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:50 0:00

ازربايجاني پوليسو په باکو کې د آزادي اروپا آزادۍ راډيو د ازربایجاني څانګې له دفتر څخه د اسنادو او کاغذاتو ټول بکسونه يووړل. کارکوونکي وايي چې د ازربايجان په سرښار باکو کې نن د څارنوالۍ د دفتر څو کسان ورننوتل چې د عدالتي فېصلې له مخې يې د دفتر تړلو خبره کول. د ازربایجاني څانګې مشر کېنان علي یف وايي چې لږ تر لږه ۱۰ کسان د وسله لرونکو سرتېريو او پوليسو سره یو ځای نن سهار لس نیمې بجې د دوی دفتر ته ورننوتل. د دفتر شا و خوا ۲۰ کسانو ته تر هغه وروسته د ودانۍ پرېښودلو وويل شوي چې د څو ساعتونو لپاره په یوه کوټه کې ایسار کړل شوي ول. د دفتر ټیلی فوني او انټرنېټي رابطې هم پرې کړل شوي دي. رپورټونه وايي پلټونکو د دفتر د کاغذاتو او شخصي اسنادو غوښتنه کول. څارنوالان وايي چې تر عدالتي حکم لاندې د یادې څانګې پلټنې ځکه کیږي چې دا دفتر د یوې بهرنۍ ادارې په پیسو چلیږي. هم داسې طریقه د نړیوالو ادارو آيریکس او نېشنل ډیموکرېټیک انسټي ټيوټ د دفترونو د بندولو لپاره استعمال شوې وه. دا په داسې حال کې ده چې درې اوونۍ وړاندې یوه خبریاله خدیجه اسماعیلووا چې د آزادي اروپا آزادۍ راډيو له ازربایجاني څانګه سره هم کار کوي، په باکو کې پر دې تور جېل ته و لېږل شوه چې پر کار یې حکومت ته اعتراض و.

XS
SM
MD
LG