د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال وايي،د سیلابونو پر مهال له ستونزو سره مخامخ وي


د خوست د تریزیو او علي شیرو سرحدي ولسوالۍ اړوند د هارونخېلو اوسیدونکي وايي، د دوی پر سړک باروړونکي او د سپرلیو ګاډي تر سرحده تګ او راتګ کوي، خو د سیلابونو د راوتو له کبله دا لاره په ساعتونو، ساعتونو بنده وي.

د هارونخيلو اوسیدونکي زیاتوي، سیمه يې د سیلابونو په مسیر کې پرته ده او که د خوست پر شمالي سیمو لږ باران هم وشي، نو خوړونه پرې راځي او له کبله يې سیمه وال یو بل ځای ته نشي تللی.

دوی یادې څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ د هارونخيلو د پل د کار د پیل په ځای کې مشال راډیو ته وکړې.

یاد پل چې ۴۰ متره اوږدوالی او ۸ متره عرض لري، د ټولګټو چارو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه به د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې جوړ شي.

حاجي شاولي چې د هارونخېلو اوسیدونکی دی وايي، چې د دوی له سیمې تېر شوی سړک د غلام خان له لارې وروسته پاکستان ته دویم مهم غځیدلی سړک دی.

ده زیاته کړه، پدې لارې قدم، صدق، لنډر او تور اوبوال هم ښار ته تګ او راتګ کوي، چې د خوړونو د راوتو پر مهال دوی هم د ورته ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

حاجي سخي د لکڼو د بابرو کلي اوسیدونکی وايي، له ګاډو سربیره په باراني موسمونو کې زده کوونکي هم ښوونځیو تګ او راتګ نشي کولای.

ده وویل، ولایتي چارواکو ورسره د یو شمېر پلونو ژمنې کړي، چې اوس یوازې د يو پل د جوړیدو چارې پیلیږي.

د هارونخېلو یو بل تن اوسیدونکی شمس الله د شګې کلي د پل د کار پر پیلیدو خوښي څرګندوي او وايي، چې د دې پل په جوړیدو سره به د دوی د ستونزو یوه ستره برخه حل شي.

بل لوري ته د خوست چارواکي د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ د هارونخېلو د سیمې د اوسیدونکو ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او وايي چې د نورو پرمختیايي کارونو تر څنګ يې د پلونه جوړولو ته هم پاملرنه کړې ده.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د هارونخيلو د پل د کار د پیل په ځای کې وویل، چې یاد پل د خلکو له تګ راتګ سربیره پاکستان ته د تلونکو ګاډو لپاره هم ارزښت لري.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه:

((خوست یو داسې ولایت دی، چې همیشه په کې موسمي بارانونه کیږي چې د بارانونو له کبله په کې وخت نا وخت سیلابونه راوځي،لدې کبله زموږ درانه ولسونه د ستونزو سره لاس په ګریوان دي، دې پل سره به نه یوازې ولسونه د سیلاب له ستونزو خلاص شي، بل ارزښت يې پدې کې دی چې دا پل زموږ د سرحد سره لاره تړي او دا به په راتلونکې يې یوه فرعي له نښلیدونکو لارو څخه وي.))

​د یادونې وړ ده، خوست د غلام خان بندر سربیره پاکستان ته د ګاډو د تګ او راتګ نهه فرعي لارې لري، چې یو شمير يې تر سرحد پورې پخې دي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ تر عملیاتو وړاندې په ځاځي میدان، تریزیو، ډبکي، غلام خان، تڼیو او سپیرې ولسوالۍ پاکستان ته بارلرونکو او د سپرلیو ګاډو عادي تګ او راتګ کاوه.

XS
SM
MD
LG