د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ مذهبي ډلو ته د ناستې ختمولو امر کړی


اسلام اباد هایکورټ مذهبي ډلو ته د ناستې ختمولو امر کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

اسلام اباد - اسلام اباد هایکورټ مذهبي ګوندونو او ډلو ته امر کړی چې خپله احتجاجي ناسته ختمه کړي. له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د یو شمېر مذهبي ډلو ګڼ مشران او غړي د پېنډۍ په فیض اباد کې ناست دي او وايي، په یوه ترمیمي قانون کې دې د ختم نبوت په اړه الفاظ بدل شي.

په اکتوبر کې د پاکستان پارلېمان د ۲۰۱۷ز کال ترمیمي انتخاباتي قانوني مسوده منظوره کړه چې په اړه یې پر ټولنیزو رسنیو ځېنې لیکنې او د مسودې عکسونه خپاره شول. په دې انځورونو کې راغلي ول چې په مسوده کې د نوماندانو د سوګند په ځای کې لفظي بدلون شوی او پکې د اسلام پر پیغمبر د ((ایمان)) د ((قسم)) پر ځای د ((زه باور کوم)) الفاظ راغلي ول.

د واکمن مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف د دې لانجمنې موضوع د څېړلو لپاره یوه کمېټي ګمارلې وه چې رپورټ یې جوړ کړی.

وروسته د قانون وزیر زاهد حامد منلې وه چې دا ((تېروتنه)) وه او اوس یې په مسوده کې بدلون کړی دی.

خو مذهبي ډلې تور پورې کوي، حکومت غواړي په قانون کې د ختم نبوت شرط ختم کړي. د همدې له کبله د مولانا الله وسایا په نوم یوه کس په اسلام اباد هایکورټ کې غوښتنلیک دایر کړی او غوښتنه یې کړې چې حکومت ته امر وکړي چې د راجا ظفر الحق په مشرۍ د جوړې کمېټۍ رپورټ دې خپور کړي.

د پنجشنبې پر ورځ د غوښتنلیک په اورېدنه کې د هایکورټ قاضي شوکت صدیقي وویل، د دې قضیې اورېدنه د مذهبي ډلو له احتجاجي ناستې سره تړلې ده.

​ده وویل، د سلګونه کسانو د ناستې له کبله د خلکو، ماشومانو، زده کوونکو او ښځو ورځنی ژوند اغېزمن شوی دی.

د دې احتجاج له کبله انتظامیې اسلام اباد ته تللې لارې تړلې دي او ځای پر ځای یې کانټینرونه درولي.

XS
SM
MD
LG