د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: څوارلس سابقه لرونکي ښوونکي او استادان وستایل شول


د جمعې په ورځ په خوست کې حیدرخېل ادبي بهیر څوارلس هغه ښوونکي او استادان چې د خپل ژوند ډېره برخه يې د نوي نسل په ښوونه او روزنه کې تېره کړې او خپلې دندې يې په ښه ډول ترسره کړي دي په ستاینلیکونو او عزازي لونګیو وستایل.

(راځئ ژوندي وستایو!) تر سرلیک لاندې یاده ستاین غونډه چې د صدیق روهي عالي لیسې په انګړ کې د قومي مخورو، روڼ اندو، مدني فعالانو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون جوړه شوې وه، ویناوالو غوښتنه وکړه، چې دا دود باید نورو سیمو او ولسوالیو ته هم وغځیږي.

د خوست حیدرخېل ادبي بهیر مشر شاکر الله شاکر مشال راډیو ته وايي، چې لدې ناستې يې موخه داده، هغه ښوونکي او استادان په معنوي لحاظ تقدیر کړي، چې د هېواد د نوي نسل د ښوونې روزنې لپاره صادقانه هڅې کوي.

ښاغلی شاکر زیاتوی، پدې سره نور ښوونکي او استادان هم دې ته متوجه کیږي، چې باید خپلې دندې په پابندی او ښه احساس سره پر مخ بوځي.

د شیخ زاید پوهنتون یو تن سابقه لرونکی استاد معلم شاه نیکیار وايي، چې دی په شخصي لحاظ خپلې کورنۍ ته کومه مادي پانګه نلري، خو په رواني لحاظ پدې خوشالیږي، چې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې يې شاګردان دندې لري، د خپلو استادانوقدر کوي او خلکو ته هم پر خدمت بوخت دي.

معلم شاه نیکیار وړاندې وویل:

((د خپل اولاد لپاره زه سرمایه نلرم، د دوی لپاره بولډینګ او یا بل څه نلرم، ولې پدې ځان خوشبخته بولم، چې معنوي سرمایه مې په ټولنه کې ډېره ښه منعکس کیږي، زه چې هرې ادارې ته ولاړ شم، شاګرد مې راسره روغبړ کوي، عزت مې کوي، په کابل کې حتی په کندهار کې ما خپل شاګردان لیدلي دي، د خوښۍ احساس مې کړی دی، چې زه شاګرد لرم او شاګرد مې خلکو ته خدمت کوي.))

​د یاد پوهنتون یو بل استاد پوهندوی محمدالله مندوزی وايي، چې دا ډول برنامې دوی هڅوي چې لا په ډېر احساس د خپل ځوان نسل په ښوونه روزنه کې هڅې وکړي.

دی وايي، د دې مراسمو د مننې لپاره ورسره جملې نشته او نه پوهیږي، خپلو شاګردانو او خپلو خلکونه په کومو الفاظو مننه او قدرداني وکړي.

لیکوال او د چارو کتونکی زاهدشاه انګار وايي، دا دویم ځل دی چې حیدرخېل ادبي بهیرسابقه لرونکي او خدمتګاره ښوونکي او استادان ستایي او د دوی د زحمتونو او تکلیفونو یادونه کوي.

ښاغلی انګار دا یو ښه دود بولي او هیله څرګندوي چې دا د خوست له اسماعیل خېلو او مندوزیو سربیره نورو ولسوالیو ته هم وغځیږي، ځکه ښوونکي هغه څوک دي چې موږ يې روزلي یو او اوس زموږ اولادونه روزي.

د حیدرخېلو یو تن قومي مشر حاجي احمدګل په خپلو خبرو کې له افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې د ښوونکو د ژوند او معیشت د ښه کولو لپاره عملي کارونه وکړي.

ده وویل، دا چې ښوونکي په اقتصادي لحاظ د ټولنې ضعیفه طبقه ده، نو حکومت ته بایده دي، چېدوی لپاره په هره برخه کې ځانګړي امتیازات په پام کې ونیسي، تر څو هغوی په ارام فکر نوی نسل داسې وروزي، چې خپل هېواد له موجودو ناخوالو او ستونزو وژغوري.

XS
SM
MD
LG