د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: خبریالان ولې د ځینو مسالو په څېړلو کې چوپه خوله پاتې کیږي؟


د خوست خبریالان او د بیلابیلو رسنیو استازي دوی ته پر وخت د مالوماتو نه ورکول، خودسانسوري، د قانون په واکمنۍ کې ستونزې او تر پایه د ډېریو قضیو او پېښو نه څېړل د هغوی د کار پر وړاندې د مهمو ننګونو په توګه بولي.

بلخوا د خوست د ولایت مقام چارواکي وايي چې دوی د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې رسنیو او خبریالانو سره پر وخت مالومات شریک کړي او لازمه همکاري يې کړې ده.

دوی یادې څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتي د معافیت د ختمیدو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وکړې.

یاده لمانځغونډه چې په سویل ختیز زون کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په بلنه جوړه شوې وه، د یاد بنسټ مشر سیف الله حیات وویل، سره لدې چې افغان حکومت د بیان ازادي د اوسني نظام تر ټولو مهمه لاسته راوړنه بولي، خو خبریالانو سره په چلند کې يې ستونزې موجودې دي.

سیف الله حیات د ټولنې له ټولو خواوو وغوښتل چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب او د ښه کاري چاپیریال د برابرولو په برخو کې ورسره مرستې وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

((یو څه يې چې اوسنۍ نظام يې تر ټولو ښه لاسته راوړنه بولي هغه د بیان ازادي ده، ولې بیا هم دوی وخت نا وخت د خبریالانو سره ښه چلند نه کوي، دې ټکي ته په کتو چې خبریال د هر چا دی مګر د هېچا نه دی، باید ټولې خواوې د خبریالان د ساتنې په برخه کې کمک وکړي.))

په خوست کې د کلید راډیو مشر نوراجان بهیر وايي، په یو شمېر پيښو کلونه تېر شي، خو نه مجرم کس ونیول شي او نه يې اړوندې حکومتي ادارې د پایلو موندنې اعلان کړي، چې ولس د داسو مسالو په نه برملا کولو کې رسنۍ ملامتوي.

ده وویل، پدې هېواد کې د بیان ازادي هغه مهال ټینګښت پیدا کوي، چې ژورنالیست سره سم چلند وشي او مالوماتو ته لاسرسۍ پیدا کړي.

د چنار راډیو د امتیاز خاوند محمدغفور مهیدي وايي، لدې سره، سره چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په برخه کې پرمختګونه موجود دي، خو بیا هم د امنیتي ادارو په ګډون چې ممکن ځنې مالومات پوځي اسرار وبولي، حتی د معارف غوندې ملي اداره هم رسنیو ته د مالوماتو په ورکولو کې پوره همکاري نه کوي.

په خوست کې د سولې پیغام راډیو مشر زاهدشاه انګار د خبریالانو خودسانسوري د واقعیتونو په انعکاس کې یوه لویه ننګونه وبلله.

ده وویل، کله چې په یوه ټولنه کې قانون واکمن نه وي، خبریالان اړ کیږي، چې په واقعیتونو قلم ونیسي او چوپه خوله پاتې شي.

بلخوا د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدارڼ د ځايي ادارې په استازیتوب رسنۍ وستایلې چې د ولس د پوهولو او خبرولو لپاره يې هلې ځلې کړي دي.

ده په خپلو خبرو کې رسنیو ته ډاډ وکړ، چې ولایتي اداره به د امکاناتو په چوکاټ کې له رسنیو سره مرستې وکړي:

((په خوست کې د سیمه ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو مننه کوم چې د همیشه لپاره يې د خوست د ښه امنیت د تامین په خاطر او د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو په خاطر يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي او خوست هغه انځور ترلاسه کړی چې ډېر پرمختللي ولایتونه يې هم نلري، دا یوازې د سیمې ادارې او افغان حکومت ویاړونه ندي، بلکې خبریالان هم په کې شریک دي.))

د افغانستان د خبریالانوملي اتحادیې د نوامبر د ۲ یمې په مناسب په خپره کړې اعلامیې کې ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ له سقوط راوروسته په افغانستان کې ۷۰ خبریالان وژل شوي، چې یوازې د ۹ خبریالانو قضیې د عدلي او قضايي ادارو لخوا څېړل شوي دي.

بلخوا د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي، چې د روان 2017 زیږدیز کال په اولو شپږو میاشتوکې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي 73 قضیې ثبت شوي، چې پدې کې د خبریالانو وژل، وهل، هغوی ته د سپکو سپورو ویل، له رسمي غونډو ایتسل او نور ګواښونه موجود دي.

یاده دې وي، په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو عمومي مجموعې د نوامبر ۲ یمه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملانو د معافیت د ختمولو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه او له هغه وروسته دا ورځ د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG