د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا یو عدالت یو کس ته د ۲۰ کالو بند سزا واوروله


د جمعې پر ورځ هغه امریکايي ته د شلو کالو د بند سزا ورکړل شوې چې په شام کې اسلامي دولت وسله والي ډلې سره يو ځای شوی وو او بیا د یادې ډلې تر تښتيدو وروسته یې په خپله پريکړه د ښپېماني اظهار هم کړی وو.

په ورجينيا ریاست کې ميشته له مينځني ختيځ سره د تعلق لرونکې کورنۍ غړی ۲۷ کلن محمد جمال خويس د ۲۰۱۵م کال د دسمبر په مياشت کې په شام کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې په ولکه کې سيمې رقعه ته ورغلی وو او هلته یې د څو مياشتو تېرولو پر مهال مذهبي روزنه تر لاسه کړې وه ګمان کېږي چې هغه د ځانمرګي بریدګر جوړېدو لپاره تيارې کوله.

هغه د ۲۰۱۶م کال د مارچ په مياشت کې له رقعه تښتېديلی و او بیا د عراق پشمرګه کردي ځواکونو نيولي وو.

له نيولو وروسته هغه ویلي وو چې امریکا ته ستنېدل غواړي ځکه چې د هغه په نظر له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره تعلق لرونکې هغه نور ښه مسلمانان نه ګڼي.

خو د استغاثې وکيلانو د یادې سخت دريځې ډلې په اړه د هغه دريځ رد کړل او د هغه پرضد یې د ترهګرۍ پر جرم مقدمه وچلوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG