د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف: پاکستان له امریکا سره د برابرۍ په بنیاد اړیکې غواړي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي دي چې د افغانستان په معامله کې د امریکا مرسته کول غواړي خو پاکستان به هېڅکله هم د چا پراکسي هېواد جوړ نه شي.

اسلام اباد ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټېلرسن له سفره وروسته د چارشنبې پر ورځ سېنېټ ته د وینا په وخت نوموړي زیاته کړه پاکستان له امریکا امداد نه بلکې د برابرۍ په بنیاد اړیکې غواړي.

د ګل په ورځ کابل ته د سفر په وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پاکستان غږ کړې وو چې د امریکا غوښتنې ومني.

سېنېټ ته د وینا په وخت خواجه اصف وویل د افغانستان شخړه سیاسي هواري ته اړتیا لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن له پاکستاني وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي سره د لیدو مهال. ۲۴م اکتوبر ۲۰۱۷
د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن له پاکستاني وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي سره د لیدو مهال. ۲۴م اکتوبر ۲۰۱۷

د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ په اړه نوموړي وویل چې دا پالیسي هغه پوځي جرنیلانو تیاره کړې ده چې په افغانستان کې ناکامه شوي دي.

خواجه اصف دا هم وویل چې امریکا ورته د ۷۵ مطلوبو کسانو یو فهرست ورکړې دی خو په دې کې یو هم د پاکستان شهریت نه لري.

په پاکستان کې د ترهه ګرو پټنځايونه د نورو هېوادونو لپاره ګواښ دی او پاکستان یې بايد پرضد اقدامات وکړي. رېکس ټېلرسن

نوموړي زیاته کړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته يې ویلي چې د افغانستان د شخړې هواري لپاره د ایران، چین او روسیې کردار ډېر مهم دی.

بلخوا افغان حکومت د کابل ، واشنګټن او ډهلي تر مینځ د درې اړخیزې غونډي په اړه د هند د بهرنیو چارو د وزیر تجویز ستایلې دی.

د افغانستان د و لسمشر مرستیال ویاند نجیب آزاد وروسته له هغه چې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج د دغې درې اړخیزې غونډي په اړه د ډهلي د موافقې په اړه خبر ورکړ، وویل دغه غونډه به ډېره مهمه وي.

افغان ولسمشر اشرف غني د سېشنبې په ورځ په هند کې د دغه هېواد له چارواکیو سره د ګډو اړیکو او د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په موضوع خبرې وکړی.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن چې اوس مهال په هند کې دی تیره شپه د دغه هیواد له وزیراعظم نریندرا مودي سره د افغانستان د سولي په اړه بحث وکړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره د لیدو مهال. ۲۶م اکتوبر ۲۰۱۷
د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره د لیدو مهال. ۲۶م اکتوبر ۲۰۱۷

ټېلرسن ويلي چې په پاکستان کې د ترهه ګرو پټنځايونه د نورو هېوادونو لپاره ګواښ دی او پاکستان یې بايد پرضد اقدامات وکړي. د چارشنبې ورځ په نوي ډيلي کې د هند بهرنيو چارو له وزيرې سوشما سواراج سره تر خبرو وروسته ريکس ټيلرسن خبريالانو ته وويل: (موږ د اکتوبر پر ۲۴مه له پاکستاني مشرتابه سره د امریکا او په سیمه کې د هغې د ملګرو لکه د هند او افغانستان د اندېښنو په باب صمیمي او ښکاره خبرې وکړې چې په پاکستان کې ډېر زیات ترهګر سازمانونه دي چې هلته پټنخایونه لري او له هغه ځایه په نورو هېوادونو کې حملې کوي. موږ پاکستاني حکومت ته خپل توقعات کېښودل چې په ځانګړې ډول د دغه سازمانونو پرضد لاسپورې کړي.)

د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د هند بهرنیو چارو وزیر سوشمیتا سواراج سره د لیدو مهال. ۲۵م اکتوبر ۲۰۱۷
د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د هند بهرنیو چارو وزیر سوشمیتا سواراج سره د لیدو مهال. ۲۵م اکتوبر ۲۰۱۷

د امريکا بهرنيو چارو وزير انديښنه څرګنده کړه چې سختدريځې ډلې د پاکستان حکومت د امنيت او ثبات لپاره هم خطر دی. د ده په خبره په پاکستان کې موجودې سختدريځې ډلې د دې هېواد خپل ثبات له خطر سره مخامخولی شي.

نوموړي وويل چې د ترهه ګرو ډلو نابودول د ټولو خواو په ګټه دي.

رېکس ټيلرسن د هند د بهرنيو چارو وزيرې مننه وکړه چې هېواد يې په سيمه کې د سختدريځۍ په مخنيوي کې له امريکا سره تل تر تله اوږه په اوږه ولاړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا بهرنيو چارو وزير تيره اونۍ وويل چې واشنګټن غواړي چې له هند سره خپله همکاري په سمدستي توګه زياته کړي، ځکه دوی په دې لټه کې دي چې د پرمختللو جمهوريتونو په مشرۍ يوه ازاده او خلاصه سيمه پرمخ ولاړه شي.

بلخوا له خپل امريکايې سيال سره په ګډه خبري غونډه کې د هند د بهرنيو چارو وزير سوشما سواراج وويل چې هغوی د يوې درې اړخيزې غونډې په رابللو سلا شوی دی.

د امريکا بهرنيو چارو وزير د نهې پر ورځ ناوخته له پاکستانه نوي ډيلي ته ورسيد، نوموړي پر داسې وخت د اسلام اباد سفر وکړ چې د دواړو هيوادونو ترمنځ په اړيکو کې وروسته له هغو کړکيچ راغلی چې امريکا پاکستان وسلوالو ته په پټنځايونو ورکولو تورن کړی.

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت له مخې ټېلرسن د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه پیغام هم تکرار کړ چې وايي بايد پاکستان پر خپله ځمکه د وسلوالو نابودولو هڅې ګړندۍ کړي. د امريکا بهرنيو چارو وزير په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د قربانيو هم ستاينه وکړه.

د پاکستان او امريکا ترمنځ په اړيکو کې تر هغه وروسته ترنګلتيا رامنځته شوه چې د امريکا ولسمشر د اګست په مياشت کې د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتيژۍ اعلانولو پر وخت وويل چې دوی په افغانستان کې له هغو وسلوالو سره جنګېږي چې په پاکستان کې پټنځايونه لري. د ده په خبره د پاکستان دغه رويه ورته نور د زغملو وړ نه ده.

بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت وايي، د ګل پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن له افغان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل او ((په ګډه یې په افغانستان کې د سولې، ټېکاو او اوږدمهاله سوکالۍ ته د رسېدو لپاره)) د امریکا او افغان حکومت پر ژمنو ټینګار وکړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدو مهال. ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۷
د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدو مهال. ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۷

XS
SM
MD
LG