د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سوداګر غواړي چې خپل چلغوزي نړیوال مارکیټ ته ورسوي


په خوست کې د جلغوزیو سوداګر له افغان حکومته غوښتنه کوي چې د دې هېواد له لارې دې نړیوال مارکیټ ته د جلغوزیو د صادرولو زمینې برابرې کړي.

دوی زیاتوي اوسمهال جلغوزي یوازې د واڼه د قبایلي سیمې له لارې په قاچاقي بڼه پاکستان ته صادریږي چې په یو کیلوسل روپۍ ټکس ورکوي او لدې کبله سوداګرو ته په کې څه ګټه نه پاتې کیږي.

د جلغوزیو سوداګرو وویل، که یاده وچه میوه په اول لاس د افغانستان له لارې د چین په ګډون نورو نړیوالو مارکیټونو ته صادره شي، خواوشا دوه نیم لکه افغانانو ته به د دایمي کار زمینه برابره شي او افغان حکومت به هم لدې کبله په پرلپسې توګه د پام وړ عواید ترلاسه کوي.

د قیمت خان په نوم د سپیرې ولسوالۍ یو اوسیدونکی چې د جلغوزیو سوداګري کوي مشال راډیو ته وايي ، مال مو په قاچاقو بهرنیو هېوادونو ته صادریږي او په قاچاقو هم ډېرې پیسې لګیږی، وخت پرې لګیږي، په لاره کې يې وزن کمیږي، چې په پاکستان کې يې خرڅ کړو بیا په پیسو کې ډېر مشکل وي.

قېمت خان وویل ، وړاندیز مو دادی چې افغانستان حکومت دې په داخلو لارو د جلغوزیو د صادرولو تړون د چین سره لاسلیک کړي، که د ازبکستان په لاره يې په اورګاډي کې صادروي او که د هوايي الوتکو له لارې يې لیږي، ځکه که په داخلي لارو دا مالونه لاړ شي، زموږ تر دونیم لکو پورې خلک به په کار بوخت شي.

​د خوست د جلغوزیو د نوې سوداګریز مارکیټ دوه تنه نور تجاران هم وايي، چې په یو کیلو جلغوزیو ورڅخه سل روپۍ ټکس اخیستل کیږي.

یو تجار وویل ، مالونه اوس هم د واڼه په لاره درومي خو په یو کیلو باندې سل روپۍ تکس ترې اخلي، بل مال داسې دی چې په ګرمي کې خرابیږي او وزن کموي.

رحمي ګیانخېل وویل ، غوښتنه مو داده چې د افغانستان له لارې د جلغوزیو د صادرولو لار خلاصه شي، که پدې لاره مالونه لاړ شي، ټوله ګټه به يې افغانستان وي یوازې د جلغوزیو والا خو ندي، اوس په لاره په یو کیلو سل روپۍ اخلي دا نقصان د غرونو خلکو ته دی، تجار ته يې نقصان نشته.

​د جلغوزیو سوداګرو د هېواد په کچه یوه اتحایه هم جوړ کړې ده.

د یادې اتحاديې مرستیال نورګل منګل وايي، د افغان حکومت ډېریو چارواکو ته يې د جلغوزیو د سوداګرو ستونزې رسولي، خو له ژمنو پرته په عملي برخه کې دوی ته کوم کار نه دی شوی.

نوموړي وویل ، د خوست والي نه شروع د سوداګرۍ وزیر سره ناست یو، د وزیر خارجه سره ناست یو، کرنې وزیر سره موږ څو څو ځلې ناست یو، د خپلو سوداګرو ستونزې مو ورسره شریکې کړي دي، د افغانستان جلغوزي د سرو زرو په شان دي، خو پدې قاچاقي لارو په ګیلټو بدلیږي، موږ يې د ساتلو ځای نلرو، نو که صادر يې نکړو، که په لوړه بیه وي یا په ټیټ قیمت دا جلغوزي خرابیږي.

​د خوست یو تن مدني فعال صاحب منګل وايي، ولسمشر محمداشرف غني په خپله باید د جلغوزیوسوداګرو ته د ملاقات وخت ورکړي، تر څو سوداګر ورته خپلې ستونزې په مخامخ ډول وړاندې کړي.

دی زیاتوي ، موږ غواړو چې د افغانستان رييس جمهور سره کینو، هلته د چین سفیر هم راوغواړي چې له هوايي لارې مستقیماً هغه هېواد ته زموږ جلغوزي صادر شي.

بلخوا د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي ځايي اداره د جلغوزیو د پروسس، دسته بندۍ او په اول لاس د خوست څخه بهرنۍ نړۍ مارکیټ ته د جلغوزیو د صادرولو په اساسي پروګرام لګیا ده، خو دا پروسه یو څه زمانګیره ده او وخت به ونیسي.

مبارز محمد ځدارڼ وايي ، ولایتي ادارې په یو منظم پلان کار پیل کړی،تر څو د هېواد په کچه د جلغوزیو د پروسس او تولید مرکز په خوست کې جوړ شي، تر څو همدلته بسته بندي شي او نړیوال مارکیټ ته لاره ومومي، پدې برخه کې د سوداګری د وزارت له مشرتابه سره هم لیدنې کتنې شوي دي، چین سفارت سره هم خبرې شوي په همدې لړ کې د چین ځنې سوداګر خوست ته راغلي ول، خو طبعي خبره ده چې دا پروسه به یو څه زمانګیره وي.

​په همدې حال کې د خوست د سوداګری خونو رييس نواب امیرزی وايي، چې په خوست کې د جلغوزیو تجارانوځانونه د سوداګری خونو سره ندي راجستر کړي او له همدې کبله دوی په دقیق ډول د جلغوزیو د پیداوار په اندازه، بیو او نورو مسالو نه پوهیږي.

یاده دې وي، جلغوزي د افغانستان مشهوره وچه میوه ده، چې په طبعي توګه د خوست، پکتیا او پکتیکا په ګډون د نهو ولایتونو په غرونو کې پیدا کیږي.

XS
SM
MD
LG