د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورنجنرال شعورګل: افغان ځواکونه په تعرضي حالت کې دي


د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، چې د افغانستان په سویل ختیزو سیمو کې د دولت وسلوالو مخالفینو د افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او مخالفینو یوازې چاودنو او انتحاري بریدونو ته مخه کړې ده.

دوی زیاتوي، افغان امنیتي ځواکونه له دفاعي حالته تعرضي حالت ته داخل شوي او نه پرییږدي چې وسلوال په سویل ختیزو سیمو کې ځانونه ته خوندي پټن ځایونه جوړ کړي.

یادې څرګندونې نن د سې شنبې په ورځ د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال شعورګل په خوست کې د ملي اردو د پلې ښایسته لواء د منسوبینو او سرتیرو سره د لیدنې پر مهال وکړې.

د تندر قول اردو قوماندان سره پدې سفر کې د پولیسو د ۳۰۳ سپین غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شیرزاد اود سویل ختیز زون د امنیتي ارګانونو نور پوځي چارواکي هم ملګري ول.

شعور ګل پشتون ګډونوالو ته په خبرو کې وویل، د افغان سرتیرو لخوا پدې وروستیو کې د پکتیا په جاني خېلو، زرمت او څمکنیو کې د مخالفو وسلوالو د تحرکاتو ځپل او همدارنګه د خوست د موسی خېلو د سقوط مخنیوي په ډاګه کړه، چې هغوی کولای شي، خپلې سیمې وساتي.

شعورګل پشتون زیاته کړه:

((دښمن اوسمهال زموږ سرتیرو سره د مخامخ جګړې توان نلري، هغوی پرته د بمونو له خښولو او دا چې انتحاري او ځانمرګي بریدونه کوي نور څه نشي کولای، یانې هغوی اوس جګړه بایللې ده، زموږ سرتیري د مسوولیت په ټول زون کې له مدافعې تعرضي حالت ته داخل شوي دي، په کومو ځایونو کې چې مخالفین ځانونه پټوي، زموږ سرتیري پسې ورځي او هغوی له منځه وړي.))

د سویل ختیز زون امنیتي چارواکو داسې مهال په خوست کې د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا خبرې کولې، چې وسلوالو په پکتیا کې پر امنیه قوماندانۍ انتحاري بریدونه وکړل، چې د نورو تلفاتو تر څنګ د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال توریالی عبدیاني هم په کې ووژل شو.

بلخوا خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې په یاد ولایت کې د امنیت د ښه کیدو د نورو لاملونو تر څنګ د خلکو د همکارۍ یادونهوکړه.

خوست والي حکم خان حبیبي د نړیوال قاطع ماموریت له چارواکو هم وغوښتل، چې افغان امنیتي ځواکونو سره دې د منظم پلان له مخې په ځینو عملیاتو کې په هوايي برخه کې همکاري وکړي.

خوست والي وویل:

((د سرحدونو په ساتنه کې زموږ ولس تل د خپلو افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې ده، خو د دې تر څنګ مو زموږ د قاطع ماموریت د نړیوالو همکارانو څخه په کمال د احترام غوښتنه کوو، چې په ځینو مهمو عملیاتو کې دوی زموږ د قوتونو هوايي مرستې وکړي او پدغه برخه کې د یو مشترک تدابیري پلان په تطبیق سره وکولای شو، چې دښمن وځپو.))

د پروګرام په پای کې د تندر قول اردو قوماندان د ښایسته لواء د څلورم، پنځم، شپږم او اوم کنډک د هغه جګړه ييزو دندو د ستاینې لپاره چې د پکتیا په جاني خېلو، زرمت او څمکنیو همدارنګه د خوست په موسی خېلو ولسوالیو کې يې ترسره کړي، د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر تقدیرنامه، د دوی په استازیتوب د لومړی ښایسته لواء قوماندان وسپارله.

XS
SM
MD
LG