د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې تر چاودنو وروسته د خرلڅۍ لار تړل شوې


پېښور - د کورمې پولېټيکل انتظامیه وايي، د یکشنبې یا اتوار ورځې تر چاودنو وروسته یې د خرلڅۍ لار پر دوشنبه (ګل) هم د تګ راتګ لپاره تړلې ده.

د دې له کبله کورمې ته او افغانستان ته تلونکي لوی ګاډي ولاړ پاتې دي.

د اینځري حاجي مصاحب حسین په پاړه چنار کې د سوداګرانو د اتحادیې مشر دی. ده مشال راډیو ته وویل، که د خرلڅۍ ور ژر خلاص نشو نو په ګاډو کې بار مېوې او سبزۍ به خرابې شي او کاروباریان به تاواني شي.

د پاړه چنار بل سوداګر، روف حسین له حکومته غوښتنه کوي چې دا لار دې ژر تر ژره پرانیزي.

خو یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د خرلڅۍ لار یې د پوځ په امر تړلې.

د اتوار پر ورځ په خرلڅۍ کې له امنیتي پوستې سره نېږدې په درو چاودنو کې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو د یوه کپتان په ګډون، څلور سرتېري وژل شوي او درې ژوبل دي.

تحریک طالبان پاکستان د حملو ذمه واري منلې.

نور له کورمې:

پاکستاني پوځ کورمه کې پنځه بهرنیان راخوشې کړي

کورمه کې د بې پولې ډاکټرانو فعالیت بند کړل شو

کورمه کې ډرون برید د حقاني شبکې درې وسله وال وژلي

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG