د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا د اصلاحاتو په سر اختلافات


اسلام اباد ـ د قبایلي سیمو د مشرانو ترڅنګ د ملک سیاسي او مذهبي ګوندونه هم د فاټا د اصلاحاتو په موضوع کې سره وېشل شوي دي. ځینې ګوندونه فاټا په خېبرپښتونخوا کې د شاملولو حماېت کوي نو ځینې يې مخالفت کوي.

د عوامي نېشنل ګوند، پاکستان تحريک انصاف، جماعت اسلامي، او پاکستان پيپلز ګوند پشمول یو شمير نورو ګوندونه، د فاټا نه منتخب ځنې پارلماني استازي او ځيني قبايلي مشران غوښتنه کوي چې حکومت دې فاټا اصلاحاتو کې نور د ځنډ نه کار نه اخلي او زر تر زره دې ياده سیمه د خیبرپښتونخوا برخه وګرځوي.

خو بل پلو پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جميعت علماء اسلام پشمول د فاټا ځيني منتخب پارلماني استازي او ځینې قبایلي مشران فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو مخالفت کوي او وايي چې تر هر ډول بدلون وړاندې دې د قبایلي سیمو له ولس څخه ټول پوښتنه وشي.

د حکمران ګوند مسلم ليګ ن د باجوړ نه منتخب پارلماني استازې شهاب الدين وايي چې د فاټا ښه راتلونکی خېبر پښتونخوا سره په شاملېدو کې دی او چې کوم ګوندونه د دې مخالفت کوي نو هغه د فاټا خېر خوا نه دي.

نوموړی وايي که حکومت فاټا په خېبرپښتونخوا کې شامل کړي نو نه صرف ياده سيمه به په قامي بهير کې شامله شي بلکې خلک به يې د اېف سي ار قانون نه هم خلاص شي.

خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثمان کاکړ وايي چې د یو څو کسانو په خوښه د فاټا د راتلونکي فېصله کول د یادې سيمې له خلکو سره زياتې دی.

د نوموړي وينا وه چې فاټا ځان له یوه، نيمه خپلواکه علاقه ده او اېسټبلشمنټ غواړي چې فاټا د خېبرپښتونخوا برخه جوړه کړي خو د فاټا ولس او زياتره منتخب پارلماني استازي دا فېصله نه مني نو پوښتنه دا ده چې حکومت ولې د فاټا خلکو نه رايې نه اخلي چې دوی څه غواړي؟

د یادولو وړ ده چې پخواني وزيراعظم نواز شريف په ۲۰۱۵ کال کې په فاټا کې اصلاحاتو لپاره د سرتاج عزيز په مشرۍ کې پنځه کسيزه کمېټي جوړه کړه او کمېټۍ په خپل تفصيلي راپور کې د قبايلي سيمو په تدرېجي توګه په خېبر پښتونخوا کې د ګډولو او د ايف سي آر قانون پر ځای د رواج اېکټ نافذولو ترڅنګ يو شمېر نور انتظامي او اييني اصلاحاتو وړاندېزونه کړي وو چې د روان کال مارچ پر دويمه نيټه د نواز شريف په مشرۍ کې وفاقي کابينې یي منظوري ورکړې وه.

خو عثمان کاکړ وايي چې دې کمېټۍ د هرې اېجنسۍ دورې کړي خو د یو څو کسانو نه يې پوښتنې کړې، پکار ده چې حکومت د یوې ټولپښتنې (رېفرنډم) د لارې د ولس نه تپوس وکړي چې دوی ځان ته صوبه غواړي که نه خېبرپښتونخوا سره شاملېدل غواړي؟

د اکتوبر پر نهمه (۹) د فاټا اصلاحات عملي کولو لپاره د قبايلي سيمې ځینو منتخبو پارلماني استازو، وکيلانو، زده کوونکیو او د ځینو سياسي او مذهبي ګوندونو غړو نه علاوه په ګڼ شمېر کې نارينوو او زنانوو د اسلام اباد په ډي چوک کې احتجاجي مظاهره کړې وه.

XS
SM
MD
LG