د لاسرسي ځای

تازه خبر

اعجاز مومند: حکومت دې د فاټا اصلاحاتو عملي کولو ژمنه پوره کړي


اعجاز مومند
اعجاز مومند

د قبايلي سيمې د وکيلانو او زده کونکو اتحاديو مشران وايي د فاټا اصلاحات عملي کولو په لړ کې چې حکومت د اکتوبر پر نهمه نېټه کومې ژمنې ورسره کړې وې هغه دې ژر تر ژره پوره کړي.

د دې دواړو اتحادیو مشران وايي ، که حکومت دا ژمنې پوره نکړې نو دوی به په ګډه په احتجاج لاس پورې کړي.

د فاټا د وکيلانو اتحاديې مشر اعجاز مومند د خالي پرورځ مشال راډيو ته وويل چې حکومت ورسره څو ځله د فاټا اصلاحاتو عملي کولو لوظونه کړي خو له بده مرغه عملي کار نه کوي.

د نوموړي وينا وه چې د فاټا اصلاحاتو لپاره چې يې کله هم احتجاج کړې او يا يې که ټول ګونديزه غونډه رابللې نو حکومت پرې احتجاج ختم کړی او بيا هېڅ نه کوي.

د ده په وینا ، هم دا وجه وه چې د اکتوبر پر نهمه نېټه يې د مظاهرې له ختمولو انکار کړی وو.

دوی وايي ، وزيراعظم سلاکار انجنېرامير مقام دې احتجاجي مظاهرې ته ورغلی وو او مظاهرچيانو ته يې باور ورکړی وو چې حکومت يې ټولې غوښتنې منلې دي.

په دې غوښتنو کې قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې شاملول، د پېښور های کورټ واک تر قبايلي سيمو غځول او اېن اېف سي اېوارډ کې درې فيصده برخه شامله ده.

د خېبر اېجنسۍ یو پارلماني استازی شاه جي ګل اپريدی وايي ، دوه ورځې وړاندې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا راغوښتې وو او ورسره يې په فاټا اصلاحاتو تفصيلي خبرې وکړې نو امکان دې چې له راتلونکي اونۍ به پرې عملدرامد پیل کړي.

د نوموړي وينا وه چې د راتلونکي ګل پر ورځ به د قانون او انصاف د قايمه کمېټۍ غونډه په اسلام اباد کې کېږي چې پکې به د پېښور هايي کورټ واک تر فاټا غځولو په اړه خبرې کېږي.

ده وویل ، د دې ترڅنګ د سيفران وزير عبدالقادر بلوڅ ورته باور ورکړې چې کوم لوظونه يې ورسره کړي نو هغه به ضرور پوره کوي.

پخواني وزيراعظم نواز شريف په ۲۰۱۵ کال کې په فاټا کې اصلاحاتو لپاره د سرتاج عزيز په مشرۍ کې پنځه کسيزه کمېټي جوړه کړې وه او کمېټۍ په خپل تفصيلي رپوټ کې د قبايلي سيمو په تدرېجي ډول په خېبر پښتونخوا کې د ګډولو او د ايف سي آر قانون پر ځای د رواج اېکټ نافذولو ترڅنګ يو شمېر نور انتظامي او اييني اصلاحاتو وړاندېزونه هم کړي وو چې د روان کال مارچ پر دويمه نيټه د نواز شريف په مشرۍ کې وفاقي کابينې یي منظوري ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG