د لاسرسي ځای

تازه خبر

وفاقي حکومت د فاټا احتجاجیانو غوښتنې ومنلې


د ګل په ورځ د قبايلي سيمې او سياسي ګوندونو په احتجاج راوتیو له ځېنو مشرانو سره د لیدو مهال د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي‌ژمنه کړې چې پر فاټا اصلاحاتي راپور به ژر تر ژره عمل کېږي.

د اسلام اباد په ډي چوک کې د فاټا اصلاحاتو په ملاتړ راوتیو دغه مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې قبایلي سیمې دې د خیبر پښتونخوا برخه وګرځول شي.

'د فضل الرحمن او اڅکزي خلاف عدالت ته ځو'

دا مظاهره هله پای ته ورسېدله چې د قبايلي سيمې استازیو او د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ترمنځ شاوخوا درې (۳) ساعته ملاقات وشو او د حکومت له خوا د وزيراعظم سلاکار انجنېراميرمقام احتجاجي مظاهرې ته ورغلو او له هفوی سره یې د ملاقات په اړه مالومات شريک کړل.

فاټا دې ځان ته صوبه شي. ایاز وزیر

له خېبرايجنسۍ پارلماني استازي شاه جي ګل اپريدي مشال راډيو ته وويل، درې لويې غوښتنې یې حکومت ته ايښې وې چې ومنل شوې او ژر به پرې عملي کار هم پیل شي.

د نوموړي وينا وه، د احتجاج له وجې به اوس د اسلام اباد هاي کورټ پرځای د پېښور های کورټ دايره تر فاټا غزول کېږي. د دې ترڅنګ د ۲۰۱۸ کال انتخاباتو کې یې د صوبايي اسمبلۍ څوکیو غوښتنه کړې وه د کوم لپاره چې به د پارلمان په راتلونکې غونډې کې یو بل راوړل کېږي او په یوه مياشت کې دننه به وزيراعظم د کونسل اف کامن انټرسټ غونډه راغواړي او اېن اېف سي کې د درې (۳) فيصده غوښتنې پحقله به فيصله کوي.

د حکومت په استازيتوب احتجاجي مظاهرې ته راغلي انجنېراميرمقام مشال رېډيو ته وويل چې دوي له وړاندې هم د قبايلي سيمو قامي بهير ته د راوستلو لپاره ګامونه پورته کړي او اوس هم چې کومې غوښتنې دوي کړي هغه به منل کېږي.

د ذکر ده چې پخواني وزيراعظم نواز شريف په ۲۰۱۵ کال کې په فاټا کې اصلاحاتو لپاره د سرتاج عزيز په مشرۍ کې پنځه کسيزه کمېټي جوړه کړې وه او کمېټۍ په خپل تفصيلي راپور کې د قبايلي سيمو په تدرېجي توګه په خېبر پښتونخوا کې د ګډولو او د ايف سي آر قانون پرځای د رواج اېکټ نافذولو ترڅنګ يوشمېر نور انتظامي او اييني اصلاحاتو وړاندېزونه هم کړي وو چې د روان کال د مارچ پر دويمه نېټه د نواز شريف په مشرۍ کې وفاقي کابينې یي منظوري ورکړې وه.

له باجوړ ايجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدين خان وايي چې حکومت يې غوښتنې منلي خو د عملي کولو لپاره يې هېڅ موده نه ده ښودلې نو دوی لا هم اندېښنې لري چې دا به په رښتيا عملي هم شي يا نه.

د نوموړي وينا وه نه ګڼي چې حکومت به فاټا ته ۲۰۱۸ انتخاباتو کې د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ ورکړي او ترڅو چې د پېښور های کورټ واک تر فاټا غزولو خبره ده نو حکومت خو منلې خو په تحريري توګه يې څه نه دي راکړي.

په دې مظاهره کې د قبايلي استازسو، وکيلانو او زده کوونکسو ترڅنګ د عوامي نېشنل ګوند، تحريک انصاف، جماعت اسلامي، پيپلزګوند، قامي وطن پارټۍ او د جمعيت علمااسلام (س) د غړیو نه علاوه په لوی شمېر کې نارينوو او زنانوو ګډون وکړو.

دا مظاهرچيان د قافلو په شکل کې د خيبرايجنسيو د خېبرپښتونخوا د بېلا بېلو سيمو نه تېرېدو وروستو مازيګر اسلام اباد ته رارسېدلي وو.

XS
SM
MD
LG