د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د افغان کډوالو د راجسترولو لړۍ بیا پیل شوه


په پاکستان کې مېشت د غېر راجسټر افغان کډوالو ثبتولو لړۍ تر یوڅه ځنډ وروستو بيا بیل شوې چې د ۲۰۱۸ کال تر فبرورۍ به جاري وي.

په پېښورکې د افغان کونسلګرۍ کډوالو چارو مشر عبدالحميد جليلي نن د نهې پرورځ مشال راډيو ته وويل چې د محرم مياشت لوجې په پاکستان مېشت د ټولو غېر راجستر کډوالو د نوملیکنې بهیر تر لسو ورځو په عارضي توګه درول شوی وو چې یو وار یې بيا بهیر بیل شو.

د عبدالحميد جليلي په وينا چې تر دې دمه په ټول ملک کې تر یو لاک لسو زرو زيات نا-ثبت کډوال راجستر شوي دي.

د ذکر ده چې ۲۰۱۷ کال فبرورۍ په دويمه (۲) اونۍ کې په اسلام اباد کې د پاکستان، افغانستان او يو اېن اېچ سي ار چارواکو ترمينځه شوې درې اړخېزه غونډه ه کې په پاکستان کې ميشت د غېر- راجستر کډوالو د راجسټرولو فیصله کړې شوې وه او د جولايي له شلمې نېټې په نوښار او اسلام اباد کې د غېر راجستر کډوالو د نومليکنې ازمايښتي بهیر پیل کړل شو خو په رسمي توګه دغه بهیر د اګست له شپاړسمې (۱۶) نېټې شورو شوی او په ټول ملک کې ورته ۱۹ نور مرکزونه پرانستل شوي چې پکې یولس (۱۱) په خېبر پښتونخوا او پنځه (۵) په بلوچستان صوبه کې دي.

د دې پوښتنې چې له نويو راجستر کډوالو سره د ستنېدو مهال څه ډول مرستې کېږي؟ جليلي یې ځواب کې وویل، حکومت يې په افغانستان کې دننه پر تورخم ټول پلازه او په سپين بولدک کې د کډوالو چارو وزارت او د مهاجرت نړیوال سازمان سره یوځای هر ستنېدونکي کډوال ته شپږ شپږ زره افغانۍ ورکوي او د ضرورت سامان ورکوي او له دې پرته يوه فورمه هم ورکوي او کډوال دې دغه فورمه په خپلو ولایتونو کې د مهاجرينو رياست ته ورکړي نو د کمیسیون تر فیصلې ورستو به ورته يوه نمره ځمکه ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار ترمخه چې د غېر راجستر کډوالو سربېره دا مهال په پاکستان کې تر ديارلس (۱۳) لکو پورې راجستر کډوال هم ژوند کوي او خپل ملک ته د ستنېدو پروخت یې اداره هر راجستر کډوال ته دوه سوه (۲۰۰) ډالر ورکوي.

د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې د راجستر افغان کډوالو په ياد ملک کې د پاتې کېدو موده د سږني کال تر ۳۱ دسمبر پورې غځولې ده.

XS
SM
MD
LG