د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپرېدی: که تر ۹م اکتوبره اصلاحات منظور نشو احتجاج کوو


شاه جي ګل اپرېدی
شاه جي ګل اپرېدی

د پاکستان په پارلمان کې د قبایلي سیمو ځینو استازو ویلي چې که حکومت د اکتوبر تر نهمې نېټې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو منظوري ورنکړه نو دوی به په اسلام اباد کې احتجاج کوي.

د خېبر اېجنسۍ یو پارلماني استازی شاه جي ګل اپرېدي د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې حکومت له تير کال راهیسې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو خبرې کوي خو تر اوسه يې اصلاحات و نکړل.

شاه جي ګل اپرېديوویل ، داسې ښکاريلکه حکومت چې پکې هیڅ دلچسپي نه لري.

شاه جي ګل اپرېدي وویل چې دوی د فاټا اصلاحاتو په لړ کې له حکومته درې غوښتنې کوي.

هغه وویل ، لومړۍ غوښتنه دا ده چې د پېښور هاي کورټ او سپريم کورټ واک دې تر فاټا وغځول شي، دویمه دا ده چې د۲۰۱۸ م په انتخاباتو کې دې قبايلي سيمو ته د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې چوکۍ ورکړل شي او دریمه غوښتنه مو دا ده چې په اېن اېف سي ايوارډ کې دې قبایلي سیمو ته درې فیصده برخه ورکړل شي.

نوموړي وویل که حکومت د اکتوبر تر نهمې نېټې د دوی دا غوښتنې ونه منلې نو دوی به په احتجاج لاس پورې کړي او تر هغه وخته به دوام ورکوي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

د پاکستان وفاقي کابینې د ستمبرپر ۱۲مه نېټه د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د شوې غونډې پرمهال پریکړه کړې وه چې د فاټا اصلاحاتو هغه قانوني مسوده به د منظورۍ لپاره قامي اسمبلۍ ته راوړي چې له مخې یې د سپريم کورټ او اسلام اباد های کورټ واک قبايلي سيمو ته غځول کېږي.

د سپتمبر پر ۱۵مه نېټه د قانون او انصاف وزير زاهد حامد دغه مسوده پارلیمان ته د بحث لپاره وړاندې کړه خو د نامکمل کورم له کبله د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د اسمبلۍ غونډه تر ۱۸ سپټمبره ځنډولې وه. خو تيره اونۍ د قامي اسمبلۍ په څلورو غونډو کې هم پر دې مسوده څه بحث ونه شو.

د سېفران وزير مملکت غالب خان وايي چې د مسلم ليګ ن په ګډون ټول ګوندونهد فاټا اصلاحاتو پلویان دي.

غالب خان وویل چې که حکومت په دې اصلاحاتو کې دلچسپي نه لرلای نو نه به يې اصلاحاتي کمېټۍ جوړوله او نه به یېد سپريم کورټ او های کورټ واک تر قبايلي سيمو د غځولو لپاره قانوني مسوده پارلیمان ته وړاندې کوله.

غالب خان وویل حکومت په قبایلياصلاحاتو کې سنجيده دی خو دا به مرحله وار کوي او د ده په وینا ، د فاټا پارلیماني استازي باېد صبر وکړي.

په قبايلي سيمو کې د اييني او انتظامي اصلاحاتو په اړه د ستمبر پر ۱۴مه نېټه په اسلام اباد کې عوامي نیشنل ګوند ټول ګونديزه غونډه رابللې وه چې پکې دا غوښتنه وشوه چې په فاټا کې دې اېف سي ار قانون ختم کړل شي او قبایلي سیمې دې په خېبر پښتونخوا ورګډې کړل شي.

خو په غونډه کې موجود د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د جمیعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د ټول ګوندیزې غونډې پر اعلامیه لاس لیک ونکړ.

محمود خان اڅکزي او مولانا فضل الرحمان وویل چې د فاټا د راتلونکي پرېکړه دې د قبايلي ولس په خوښه ، په يوه ټول پوښتنې یا رېفرنډم کې وشي.

XS
SM
MD
LG