د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د محرم له وجې د کډوالو د ثبتولو بهیر ځنډول شوی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په پاکستان کې د مېشتوغېرراجسټر افغان کډوالو د ثبتولو لړۍ، د محرم له وجې ځنډول شوې ده. اوس به د اکتوبر په دوهمه نېټه د کډوالو د ثبتولو لړۍ بیل پیلیږي.

په اسلام اباد کی د افغانستان د کډوالو د دفتر مرستیال ذبیح الله مشال راډيو ته وويل چې د محرم مياشت شورو کېدو نه وړاندې د پاکستان امنېتي چارواکو سره ملاقات کې په ګډه سره فېصله شوې وه چې د محرم له وجې به د غېر راجستر کډوالو رجسټرېشن د لسو ورځو لپاره په عارضي توګه تړل کېږي.

د نوموړي په وینا تر دې دمه په ټول ملک کې د یو سل او لسو زرو نه زيات نا ثبت شوي افغان کډوال راجستر کړل شوي دي او د نوم ليکنې دا عمل به د ۲۰۱۸ کال له فبرورۍ وړاندې بشپړ شي.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د روان کال د جولای شلمې نېټې نه په نوښار او اسلام اباد کې د غېر راجستر کډوالو د نوم ليکنې ازمايښتي پړاو پیل کړ شوی و خو په رسمي توګه دغه پروسه د اګست له شپاړسمې نيټې شورو شوه او په ټول ملک ۱۹ نور مرکزونه پرانستل شوي چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا کې دي.

د پاکستان د ریاستونو او سرحداتو ( سافران ) وزارت یو چارواکی وايي چې هرکال محرم مياشت کې د څه قسمه بدې پېښې مخنيوي لپاره حکومت امنېتي ګامونه پورته کولو سره سره د افغان کډوالو تګ راتګ هم محدوده کوي نو دا وجه ده چې د غېر راجستر کډوالو رجسټرېشن د اول نه تر لسم محرم پورې ځنډول شوی او د اکتوبر له دوېمې نېټې نه به دا پروسه بيا شورو کېږي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۷ کال فبرورۍ میاشتې په دوهمه اونۍ کې په اسلام اباد کې د پاکستان، افغانستان او يو اېن اېچ سي ار چارواکو ترمينځ په درې اړخيزه غونډه کې پرېکړه شوې وه چې پاکستان کې مېشت افغان کډوال به راجستر کولی شي.

د ملګري ملتونو کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار ترمخه چې د غېر راجستر کډوالو نه سربيره دا مهال په پاکستان کې ديارلس لکو پورې راجستر کډوال هم ژوند کوي او خپل ملک ته ستنېدو پر وخت اداره يې هر راجستر کډوال ته دوه سوه (۲۰۰) ډالر مرسته ورکوي.

د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې د راجستر افغان کډوالو په ياد ملک کې د پاتې کېدو موده د سږ کال تر ۳۱ دسمبر پورې غځولې ده.

XS
SM
MD
LG