د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر اوسیدونکي د مخابراتي خدمتونو له کیفیت خوښ نه دي


د لوګر اوسېدونکي د د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو له خراب کیفیت شکایت کوي او زیاتوي،چې دوی لدې کبله د پرلپسې ستونزو سره مخامخ دي.

هغوی وايي، سره لدې چې خلک په اقتصادي لحاظ کمزوري دي، خو په اوسني وخت کې نوې ټکنالوژی ته اړتیا ډېره شوې او هغوی اړ دي، چې ټلیفون او انټرنیټ وکاروي.

د دوی په وینا د مخابراتي شبکو خدمتونه دومره کمزوري دي، چې یو کس باید د مقابل لوري سره په خبرو کې د حل مطلب لپاره څو، څو ځلې تلیفون وکړي.

سمیه وال له مخابراتي شبکو او د افغانستان د مخابراتو او مالوماټي ټکنالوژی وزارت له چارواکو غواړي، چې په لوګر کې تلیفوني او انټرنیټي ستونزې حل کړي.

د لوګر اوسیدونکی نورمحمد عابد مشال راډیو ته وايي:

((په لوګر کې په عمومي ډول مخابراتي شبکې په سم ډول کار نه کوي، حتی په پل علم کې چې کله یو چاته زنګ وهې، نو جواب درکوي چې له ساحې دباندې ده، نو چې په مرکز کې يې دومره ستونزې دي، په ولسوالیو کې به څه حال وي، له اړوندو مسوولینو مو غوښتنه داده چې د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د ښه کولو لپاره کار وکړي، ځکه اوسمهال يې په لوګر کې کیفیت ډېر ټيټ دی.))

د لوګر د ولایتي شورا غړي هم له سمیه والو سره د تلیفون او انټرنیټ د کمزورو خدمتونو په خبره کې همغږي دي او وایي چې هلته د ورځېله طرفه په انټرینټ کې د ایمیل خلاصول هم ستونزمن وي.

د لوګر د ولایتي شورا غړي حسیب ستانکزي وویل:

((هغه مخابراتي شبکې چې په لوګر کې فعالیت لري، لکه افغان بیسیم، روشن، افغان تیلي کام، MTN، اتصالات سلام او نور دا ټولې دلته ډېر ضعیفه کار کوي، حتی مو نشو کولای ډېر عادي لیکلی پیغام خلاص کړو، سره لدې چې د

سیمې خلک غریب دي، خو نوې ټکنالوژی ته یوه اړتیا ده، خو متاسفانه په لوګر کې دا شبکې بې کیفیته کار کوي.))

په لوګر کې دیو مخابراتي شرکت ولایتي مسوول وزیر خان احمدزی دمخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د کیفیت د خرابوالي لامل د مخابراتيکمپنیو د پېرودونکو ډېریوالی او د نصب شویو انتونونو کموالی بولي.

نوموړی وایي، هغه مخابراتي شبکه چې دوی ورسره کار کوي، غواړيپه بیلابیلو سیمو کې نور انتنونه هم نصب کړي تر څو ظرفیت یې لوړاو خدمتونه يې ښه شي.

ښاغلی احمدزی وړاندې وايي:

((د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې پرته له خرواره ټولې مخابراتي شبکې فعاله دي، په خپله د ایم ټي این مخابراتي شبکې کاروونکي بیخي زیات دي، اوس مو څلور انتنونه نصب کړي، کوښښ کوو چې انتنونه ورته نور زیات کړو، تر څو کیفیت يې ښه شي.))

​بل لوري ته د لوګر چارواکي د ټلیفون او انټرنیټ کاروونکو یادې ستونزې پر ځای بولي او وايي، چې د مخابراتي شبکو د کاروونکو شمېر ډېر شوی دی.

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ريیس انجینر عبدالرحمنناصري وایي، دوی ته شکایتونه رسېدلي او له وزارت سره یې شریککړي تر څو د مخابراتي شبکو په خدمتونو کې ښه والی راشي.

انجینر عبدالرحمن ناصري وویل:

((هو، دا ستونزې واقعیت لري، موږ ته شکایتونه رسیدلي دي، تاسو ته بهتره مالومه ده چې په لوګر کې د موبایل او اڼترنیټ کاروونکو تعداد زیات شوی دی، دا ستونزه مو د اړوند وزارت سره شریکه کړې ده، هڅه کوو چې دا ستونزې په نږدې وخت کې حل کړو.))

د یادونې وړ ده په لوګر کې دا مهال د افغان تیلي کام، سلام، افغان بیسیم، اتصالات، MTN او روشن تلیفوني شبکې فعالیت لري، چې یو شمېر يې د انټرنیټ 3G خدمتونه هم وړاندې کوي، خو کاروونکي يې په پرلپسې توګه له خدمتونو شکایت لري او وايي، چې کیفیت يې خراب دی.

XS
SM
MD
LG