د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې او غزني کې ۱۱ وسله وال وژل شوي


په پکتیا کې د تندر قول اردو چارواکي وايي، چې د چهارشنبې په شپه افغان هوايي ځواکونو د خوست د نادرشاه کوټ په شمبوات همدارنګه د غزني د ده یک ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر وسلوالو مخالفینو بریدونه کړي، چې ۱۱ تنه په کې وژل شوي او دوه تنه يې ټپیان شوي دي.

د چارشنبې په ورځ د تندر قول اردو د رسنیو له دفتره مشال راډیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، د افغان ځواکونو په هغه هوايي برید کې چې د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د شمبواټ په پلوڅې سیمه کې ترسره شوی، ۷ تنه وسله وال په کې وژل شوي او د وسله والو یو سراچه موټر هم له منځه تللی دی.

سرچینه زیاتوي، افغان هوايي ځواکونو پدې شپه د غزني د ده یک ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم پر وسله والو برید کړی چې ۴ وسلوال په کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په یاد برید کې د وسله والو درې کلاشینکوفونه، یو راکټ انداز، یوه پیکا او شپږ عرادې موټرسایکلونه هم تخریب شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یادو بریدونو په تړاو رسنیو ته څه ندي ویلي.

د یو بل خبر له مخې:

په لوګر کې هم د تندر ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۶۰ کیلوګرامه چرس چې په پنځو اوښانو بار ول لاس په لاس نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد نشه يي توکي د شپې له تیارې څخه په استفادې د څارویو په واسطه قاچاق کیدل، چې د لوګر د التمور په سیمه کې د یادو ځواکونو لخوا ونیول شول.

په خبر پاڼه کې د دې یادونه نده شوې، چې د چرسو د لیږدولو په تور هم څوک نیول شوي او کنه؟

لوګر چې د پاکستان د یو شمېر قبایلي سیمو سره ګډه پوله لري، ډېر کله وسلوال او د نشه يي توکو قاچاق کوونکي د یاد ولایت د نا امنو سیمو څخه د قاچاقو او وسلو د وړلو راوړلو لپاره کار اخلي.

XS
SM
MD
LG