د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: په اختر کې تر ۴۰ کسان په ټرافیکي پېښو کې ژوبل شوي


د خوست د عامې روغیتا چارواکي د اختر په شپو ورځو کې د ګڼو ټرافیکي پيښو خبره کوي او وايي، چې د درملنې لپاره د دا ډول پيښو تر څلويښتو پورې ټپیان د یادې ادارې د تروما یا بیړنیو پيښو د ناروغانو مرکز ته وروړل شوي دي.

بلخوا کتونکي د ټرافیکي پښو یو شمیرلاملونه په ښار کې د مسلکي ټرافیکو کمښت، په لږ عمر کې موټر چلوونه همدارنګه د ټرافیکي نښو او د موټر چلوونې د نورو اصولو سره د ډریورانو نابلدي په ګوته کوي.

د خوست د عامې روغتیا رييس ډاکټر حبیب شاه انصاري مشال راډیو ته وايي، چې د اختر په تېرو شپو ورځو کې د ټرافیکي پيښو خواوشا څلوېښت تنه ټپیان د درملنې لپاره د دوی د تروما یا بیړنیو پيښو مرکز ته وروړل شوي دي.

ښاغلي انصاري زیاته کړه، هغوی په ځانګړي ډول د اختر په شپو ورځو کې د ټرافیکي پيښو، احتمالي چاودنو، بریدونو او جګړو د ټپیانو د درملنې لپاره پوره تیاری نیولی وو.

ډاکټر حبیب شاه انصاري وویل:

((تر څلوېښتو پورې د ټرافیکي پيښو او د وسلوالو نښتو ټپیان وروړل شوي، چې دلته يې درملنه شوې ده، ډېری خپلو کورنو ته رخصت شوي او هغه لږ تعداد چې ټپونه يې ژور ول یا اوږدې معالجې ته يې اړتیا وه، اوس هم تر تداوی لاندې دي.))

د خوست یو شمیر اوسیدونکي د ډیریو ترافیکي پيښو لامل دا بولي چې یو شمیر کم عمره ځوانان چې موقع پیدا کړي، نو ښار ته موټر راولي، همدارنګه ډیری ټرافیک مسلکي کسان ندي او موټر چلوونکي هم د ټرافیکي نښو او اصولو سره بلدوالی نلري.

د خوست دوه تنه ځوانان همایون او شمس مراد پدې اړه وايي:

((دا چې په خوست کې پدې وروستیو کې ټرافیکي پيښې زیاتې شوي دي، لاملونه يې د ټرافیکو ناغیړي ده، بې مسلکیتوب دی او خپله خلک هم پداسو شپو ورځو کې تیز مزل کوي چې پيښې رامنځته کیږي.

۲-یو خو د ټرافیکو کموالی دی، خوست چې څومره نفوس لري، یا دلته د موټر ګڼه ګوڼه ده، په هغه اندازه ترافیک په هر چوک او سړک نشته، ښار په پراخیدو دی خو تشکیلات يې پخواني دي.))

​بلخوا د خوست د امنیه قوماندانی د امنیت امر سمونمل عبدالحنان وايي، چې دوی د خپلو امکاناتو او پرسونل په چوکاټ کې د ټرافیکو د ښه تنظیم لپاره په پرلپسې هڅو لګیا دي.

دی وايي، که څه هم د ټرافیکو پرسونل لږ دی، خو بیا هم کوښښ کوي، چې لږ تر لږه هر ورځ دوه ځلې د ښار په عبوري دروازو کې موټر او د موټر چلوونکو اسناد او لیسانسونه کنټرول کړي.

په خوست کې د پولیسو چارواکو رسنیو سره په خبرو کې یو ځل بیا له موټر چلوونکو د ټرافیکي اصولو د مراعتولو غوښتنه وکړه.

دوی وايي، کچیرې ډریوران ورسره د موټرچلوونې منظمې زده کړې وکړي او پدې برخه کې له اصولو سره بلد شي، نو له یوې خوا به يې خپل او د نورو ژوند ژغورلی وي او بل لوري ته به د ډیریو ټرافیکي پېښو مخه نیول شوي وي.

XS
SM
MD
LG