د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي،د شمالي کوریا خلاف یې زغم په ختمېدو دی


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره وايي، هېواد یې راتلونکې اونۍ د شمالي کوریا خلاف د یوه نوي پرېکړه لیک (قرارداد) راوړلو تکل لري او غواړي چې بله اونۍ پرې سلامتي کونسل رایه ورکړي.

نیکي هیلي وايي امریکا کله هم جګړه نه غواړي خو « اوبه له مورګو اوښتي دي/هر څه یو حد لري.»

سفارتکارې هیلي د دوشبنې پر ورځ دغه څرګندونې یوه ورځ تر هغه وروسته وکړې چې شمالي کوریا د هایډروجن بم ازمویلو اعلان وکړ.

نوموړې وايي،د اټومي وسلو درلودلو مانا دا نه ده چې دغه وسلې دې د نورو وېرولو لپاره و کارول شي.

هغه زیاتوي، په اټومي وسلو سمبال هېوادونه خپل مسولیتونه پېژني. [د شمال کوریا مشر] کیم جان اونګ داسې هېڅ پوه نه ښکاره کوي. له توغندیو د ناوړې ګټې په اخېستلو او په اټومي ګواښونو سره داسې ښکاري چې هغه جنګ ته وزرې څنډي.

د نوموړې په وینا امریکا کله هم د جګړې پلوۍ نه وه اوس هم جنګ نه غواړو خو زموږ زغم بې پایه نه شي کېدلای، موږ به د خپلې سیمې او خپلو اتحادیانو ساتنه کوو.

هیلي له سلامتي کونسله غوښتنه وکړه چې د شمالي کوریا خلاف دې سخت نه سخت ممکنه ګامونه پورته کړي څو دغه هېواد د خپل اټومي پروګرام نورې نندارې وړاندې نه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG