د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي فعالان وايي، حکومتي ځمکې دې له غصبه وساتل شي


د خوست مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي وايي، که ټولې حکومتي ادارې د خپلو ملکیتونو او جایدادونو څخه چاردیوالۍ او محوطې راتاو کړي، نو تر ډېره به د دوی جایدادونه د غصب او تالان څخه وژغورل شي.

دوی زیاتوي، په تېرو کلونو کې د حکومتي ملکیتونو سره بې توپیره چلند د دې لامل شو چې زرګونه جریبه حکومتي ځمکې، جایدادونه او ملکیتونه غصب شول او یا هم په یوه او بل نوم په اوږد مهالو قراردادونو ورکړل شوي چې حکومت ته يې لازمه ګټه نه رسېږي.

مدني فعالانو او د ولایتي شورا غړو یادې څرګندونې د خوست د مرکزي باغ څخه د چاردیوالۍ د جوړولو د کار په پیل ځای کې ازادي راډیو ته وکړې.

د خوست د یو ښاري بنسټ مشر الحاج جمال تڼی وايي:

"دا د غصب موضوع چې روانه ده او دا نفاق چې موجود دی، یو لامل يې دا دی چې ځمکې بې څښتنه پرتې دي، ادارو د خپلو جایدادونو پوښتنه نه ده کړې، نه يې پوښتنه کوي او نه يې ورڅخه سمه دفاع کړې ده، کله چې هرې ادارې د خپل ملکیت نه سمه ساتنه او دفاع وکړه، انشاالله د غصب مخه به په خپله نیول شوي وي. "

د ولایتي شورا مرستیال جانمیر ځاځی وايي، د حکومتي ملکیتونو څخه د چاردیوالیو، اغزونو تارونو یا نورو موانعو راتاوول باید پخوا شوي وای، خو که تردې وروسته هم ورته پام کیږي، نو بیا هم تر ډېره د نوي غصب مخه نیول کېږي.

جانمیر ځاځی زیاتوي:

"دا ډېر ضرورت وو، د وخت ضرورت وو، اوس هم سر وخت دی، ډېر ښه وشول، په‎دې سره د کرنې ریاست چې څه ضرورت وي، یا په اینده کې دوی تعمیرات جوړوي، د هغې لپاره به دا منطقه ساتل شوي وي او دې ته ضرورت هم وو. "

د خوست د کرنې رئيس سمیع الله نصرت وايي، مرکزي باغ یادې ادارې لپاره ډېر ارزښت لري او غواړي چې د چاردیوالۍ د بشپړولو وروسته په کې تخنیکې او ترویجي پروګرامونه پلي کړي.

خوست والي پوهندوې حکم خان حبیبي وايي، دوی په هغه بودجه چې خوست ته په امتحاني ډول د یو شمېر اړینو پروژو د تطبیق لپاره په غیر مشروط ډول ورکړل شوې، مهمې پروژې انتخاب کړي دي.

حبیبي وویل:

"دا د کرنې وزارت له جایداد نه د یوې احاطې پروژه ده چې د یو کال په موده کې به دغه پروژه بشپړیږي، بودجه يې د افغانستان د حکومت له خواورکول کېږي او دا بودجه د حکومت له‎خوا په غیر مشروط ډول د خوست ولایت ته هم ورکړل شوې ده. "

د خوست چارواکي په پوره ډول د پرمختیايي بودجو د نه لګښت لامل، ولایاتو ته له مرکز څخه په ځنډ د بودجې رسېدل او سیمه ییزو ادارو ته په مالي برحه کې د اړینو واکونو نه ورکول په ګوته کوي.

دوی وايي، که مرکزي حکومت سیمه ییزو ادارو او ولایتونو ته په مالي برخه کې لازم واکونه ورکړي، نو پرمختیايي چارې به چټکې شي او بودجه به هم په ټاکلو وختونو مصرفیږي.

چارواکي ولایاتو ته په امتحاني ډول د امتیازې بودجې ورکول هم یو ښه ګام بولي او هیله څرګندوي، چې پدې بودجو به په ولایتونو کې اړینې پروژې په ټاکلو وختونو کې پلي شي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG