د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خرلاڅو بندر به د کورمې، خوست او پکتیا سوداګري وغوړوي'


د کورمې ځايي مشرانو او تاجرانو د پاکستان او افعانستان ترمینځ پر ډیورنډ کرښه په خرلاڅو کې د سوداګریز بندر (تجارتي ټرمینل) جوړېدل د سیمې اقتصاد لپاره یوه ښه ګام بللی دی.

د پاڼه چینار سوداګرو ټولنې یو مشر حاجي مصایب حسېن وايي، د دې پروژې له عمليکېدو سره به د پاکستان او افغانستان سوداګري وده وکړي او هلته ورسره به د ځايي سوداګرو ستونزې کمې شي.

راپورونو له مخې په دا وروستیو کې په خرلاڅو کې پوځي چارواکو له ځايي مشرانو سره يوه جرګه وشوه چې په هغه کې هلته د بندر جوړېدو لپاره له خلکو د ۲۰۰ کناله ځمکې اخېستو فیصله وکړل شوه.

پر دې بندر به سوداګرو ته د ګمرک، درامدات او برامدات، ټرانزیټ، د ویزو دفتر، کارګو، بانک او د مارکیټونو اسانتیاوې ورکول کېږي.

د خرلاڅو ځايي مشر او تاجر ملک سید نصیر حسین وایي، که دا پروژه سر ته ورسېږي نو له دې سره به ټوله سیمه او په تېره د کورمې خلک پرمختګ وکړي او په سیمه کې به کاروبار نوره وده وکړي.

له کورمې د افغانستان خوست، پکتیا او نورو سیمو ته تلونکې د خرلاڅۍ لار ډېره مهمه ده او دا د سودګرۍ له پاره ډېره زیاته استعمالېږي.

د خرلاڅو لار تېر او سږ کال څو وارې د ناامنۍ د پېښو رامنځته کېدو او د افغانستان – پاکستان ترمینځ د اړیکو خرابېدو له کبله وتړل شوه.

که څه هم دا لار اوس خلاصه ده خو چې کله وتړل شي نو هلته پر ځايي خلکو ډېر بد اقتصادي اغیز غورځوي ځکه چې پر دغه لار له افغانستان سره په کېدونکې سوداګرۍ کې ډېر خلک بوخت دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG