د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوه: پاکستان له امریکا امداد نه بلکې عزت غواړي


دا خبره د چارشنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د امریکا له سفیر ډیویډ هیل سره په راولپنډۍ کې د ملاقات په وخت کړې ده.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو څانګې په یو بیان کې ویلي دي چې د خبرو په وخت د امریکا سفیر د پوځ مشر ته د جنوبي اسیا په اړه د ولسمشر ټرمپ د نوې پالیسۍ په اړه مالومات ورکړل.

د ای ایس پي ار په بیان کې راغلي دي چې د پوځ مشر د امریکا سفیر ته ویلي دي چې پاکستان له امریکا مادي او مالي مرستو ته اړتیا نه لري خو باید باور پرې وکړل شي او د ترهګرۍ پرضد جنګ کې دې د پاکستان قربانۍ ومنل شي.

د امریکا سفیر په دې موقعه وویل چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان د کردار قدر کوي او د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره د پاکستان مرسته غواړي.

XS
SM
MD
LG