د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پولیټکل ایجنټ واک دې کم کړل شي"


د پاکستان په سينټکې د سیفران د کميټۍ چيرمين د تير زیارت په ورځ د یاد وزارات او د قبايلي سيمو د انتظامي ادارې فاټا سیکټريت ته هدا یات ورکړي دي چې په قبايلي سيمو کېد انتظامي مشرانو یعني پوليټکل ايجنټانو د اختياراتو د حد په لړ کې دې دوی ته په پنځلسو ورځو کي رپوټ ورکړل شي.

په قبايلياو آیف آر سیمو کي د ددغو انتظامي مشرانو د اختياراتو تعين په عملي قا نون ايف سی آر کي شوی دی.

اوس پوښتنه دا ده چي د سيفران کميتۍ بیا هغه کوم اقدامات غواړي چي له فاټا سیکټريت څخه یې غوښتنه کړې ده؟

د سينټ د سيفران د کميتۍ چيرمين هلال ارحمان وايي د دوی د خبري مطلب هم دغه دی چې په اُ یف سي آر کې له تشريح شوي اختیاراتو تجاوز نه دی پکاراو د دېلپاره باقاعده يوه مسوده پکار ده چي ولس په خبر وي.

ده وویل ، موږ وايو چي يو داسی قا نوني مسوده تيارول ضوروري ده چې پکې د اختياراتو د تعين خبره شوې وي او يو پوليټکل ايجنټ هم بې ګنا خلک تر شپږو شپږو مياشتو پوري په جيلونو کې نه بندوي.

ده زیاته کړه چې پکار دا ده چي څوک هم په څه جرم کي په قبايلي سيمو کي نيول کيږي نو رسمي دي تورن شي.

خو د جنوبي وزير ستان پخوانی پوليټکل ايجنټ شاهد الله خان وايي چې بحيثیت پوليټکل ايجنټ که څوک هم د اختياراتو نه تجاوز کول غواړي نو دا ممکمنه نه ده او که څوک د خپلو اختياراتو نه زیاتي وکړي نو د هغي د احستاب لپآره اداري شته ،

ده وویل ، په قبايلي سيمو کې رايج قانون يوازي د ولس لپاره نه بلکې هلته په انتظامي مشرانو هم لا ګو کيږي او په ایف سی آر کې د ورکړل شوي تفصيل له مخه پوليټکل ايجنټ په سیمه کې د سيکورټي ادارو مشر هم دي ، د عدليي مشر لکه جج هم دي ، او انتظامي احتيارات هم لري خو که د ورکړل شوو اختياراتو نه تجاوز څوک وکړي نو د هغي پر ضد فاټا ټريبيونل ، او د پاکستان د عدالتونو تر څنګ فاټا سيکټريت ته هم شکايت کولاي شي.

خو د فا ټا لايرز فورم پخواني جنرل سکرټري اعجاز مومند بیا وايي چي داسي په لسګونو کيسونه دوي په اعلي عدالتونو کي داير کړي دي چرته چي پولیټکل ايجنټ د قبايلي ولس مځکې او جايدادونه ضبط کړي دي او بي ګناه خلک په کلونو کلونو په جيلونو کي بند دي.

ده وویل ، په قبايلي سيمو کي پوليټکل ايجنټ سره لا محدوده اختيارات دي او هغه اختيارات هغوي کاروي هم ، او د ټولو نه د بد بختۍ خبره ده چي پوليټکا ايجنټ نه د تپوس کولو واله هيڅوک هم نشته او د هغوي د ناروا اختياراتو ميثالونه موږ سره په سلګونو موجود دي ، موږ له داسی ولس راخي چي د پوليټکا ايجنټ د رويي او ظلم ذکر وکړي نو سړي ورته ګوته په خوله پاتي شي ، چي په يويشتمه پيړۍ کي د زمکي په سر داسی هم يوه سیمه شته.

د سينټ دسيفران د کميټي چيرمين هلال رحمان زیاته کړه چي دا مهال په سلګونو بي ګنا خلک په ډيرو معمولي جرمونو کي په جيلونو کي بند دي او فاټا سيکټريټ ته ي په دي اړه د يو جامع راپورټ او د څارني د يو نظام جوړولو سفارش کړي دي.

XS
SM
MD
LG