د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزي مشران وايي ، پوځ دې د ډابوري بازار دوی ته پرېږدي


د اورکزۍ ایجنسۍ ځايي مشرانو او تاجرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په ډابوري کې دې د پوځ له خوا پر تجارت لګول شوی بندیز زر تر زره پورته کړي.

دوی وايي چې دا بنديز تر هغې وروسته پر دوی لګول شوی وو چې کله هلته په ۲۰۱۰م کال کې وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل شوي وو.

د کرمې یو ځايي مشر او تاجر حاجي اسلام بادشاه وايي، ډابوري ته د ملاخیل او علي خیل قبیلې په ۲۰۱۶ کال کې د واپسي باوجود هلته په سیمه کې ورته د کاروبار کولو اجازت نیشته.

یو بل مشر شهید خان اورکزی وايي، په بره اورکزو کې د ډابوري بازار یو غټ تجارتي مرکز و او ګڼ شمېر خلک به له لرې ځایونو څخه د سوداګانو لپاره ورتلل.

د شهید خان اورکزي په وینا ، اووه کاله وشول چې دا بازار اوس بند پروت دی او هیڅ کاروبار په کې نه کیږي.

ځايي تجاران وايي چې په ډابوري بازار کې تر درې نیم زرو زیات دوکانونه او مارکیټونه دي.

د پاکستان په پارلمان کې د دې سیمې استازي ډاکټر سید غازي ګلاب جمال مشال راډیو ته وویل پوځ دوی ته ډاډ ورکړی دی چې ډېر زر به پهډابوري بازار کې پر تجارت بندیزونه لرې کړل شي.

د اورکزۍ ایجنسۍ خلک وايي ، هلته یو شمېر سیمې اوس هم بندې پرتې دي او چارواکي یې لامل خراب امنیت یادوي.

د روان ۲۰۱۷م کال په جولايي میاشت کې علجو بازار د حالات تر ښه کېدو وروسته یو ځل بیا پرانستل شوی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG