د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د نواز شريف کورنۍ د احتساب قامي ادارې ته نه وړاندې کېږي'


د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشريف او د هغه کورنۍ نن د احتساب ادارې ته له وړاندې کېدو انکار کړی دی. نواز شریف او کورنۍ یې ویلي، تر هغه وخته به د احتساب قامي ادارې ته نه وړاندې کېږي تر څو چې سپریم کورټ د دوی پر درخواستونو پرېکړه نه وي کړې.

دوی په دې درخواستونو کې غوښتنه کړې ده چې سپریم کورټ دې خپلې هغې پرېکړې ته له سره کتنه وکړي د کومې له مخې چې نواز شریف د جولای پر ۲۸مه نېټه د وزیراعظمۍ لپاره نااهله ګرځول شوی و.

د واکمن مسلم ليګ (ن) ډلې وياند سينيټر اصف کرماني بېګا (پنجشنبه) په یو بیان کې ویلي چې نواز شریف او زامن به یې د احتساب ادارې ته وړاندې نشي.

اصف کرماني دا هم ویلي چې د احتساب ادارې له خوا تر اوسه نواز شریف او کورنۍ ته هیڅ ليک نه دی رسېدلی.

د پاکستان سپریم کورټ د روان کال جولای پر ۲۷مه نېټه د پاناما اسنادو د مقدمې په اورېدنه کې انتخاباتي کمېشن ته د پوره شتمنیو نه ښکاره کولو په تور نواز شریف د وزیراعظمۍ څوکۍ لپاره نااهله وګرځاوه او د احتساب قامي ادارې ته يې د نواز شريف د کورنۍ خلاف د درغلۍ مقدمې څېړلو امر وکړ.

بلخوا نواز شريف د سپريم کورټ لخوا د خپلې نااهلۍ پرېکړې ته د بيا کتنې لپاره درې درخواستونه جمع کړي دي او په يو ځانګړي درخواست کې دا غوښتنه شوې چې د بيا کتنې تر پرېکړې راتلو دې د پاناما مقدمې پر پرېکړه نور عمل ودرول شي

XS
SM
MD
LG