د لاسرسي ځای

تازه خبر

امرخېل: د سمتي او مذهبي اختلافونو پر وړاندې مبارزه کوو


د ملي ثبات ټولنې مشران وايي، پدې وروستیو کې یو شمېر سیاسي ډلې او اشخاص پدې هڅه کې دي، چې د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب لپاره د افغانستان د قومونو تر منځ سمتي او مذهبي اختلافونو ته لمن ووهي.

تېره ورځ د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاالحق امرخېل په لوګر کې د مشرانو یوې غونډې ته وویل، په افغانستان کې ځنې سیاسیون د خپلو شخصيګټو په خاطر قومي او مذهبي بې اتفاقیو ته لمن وهي.

ده وویل، دا خلک د قومونو او ملیتونو استازیتوب نشي کولای، ملت باید هوښیار وي او د دا ډول ډلو او افرادو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

ضیاء الحق امرخېل زیاته کړه:

((ځنې سیاسیون مو پدې باندې لګیا دي، چې د قومونو تر منځ بې اتفاقیو ته لمن ووهي، کله چې د دوی شخصي ګټې خوندي کیږي، قرارداد ترلاسه کوي، کله چې دوی په موقف کې وي، هر څه سم روان وي، اما کله چې نه وي نو وايي پښتنو حق نشته، بیا وايي هزاره محروم دي، بیا وايي چې تاجک محروم دي، بیا وايي چې ازبک محروم دي، په ټوله کې دوی نه د قوم نماینده ګي کوي، هم دوی دي چې قومونو ته يې ستونزې جوړې کړي دي، دوی دي چې د قومونو حق يې خوړلی دی، په ټوله کې ملت مظلوم دی او یو بل مني.))

ضیاء الحق امرخېل د یو شمېر هېوادونو او هغو پورې د تړلو کړیو یادونه وکړه، چې د مذهبي اختلافونو د رامنځته کولو په فکر کې دي، خو افغانان يې په دسیسو پوهیږي.

ښاغلی امرخېل وايي:

((په دې وروستیو کې د افغانستان دښمنان هڅه کوي، چې مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهی، سني د شیعه او شیعه د سني په مقابل کې ودریږي، دا دښمن یو پلان دی او زه باور لرم چې دا پلان به موږ او تاسې په ګډه شنډوو، بناً راځئ دې اختلافونو ته نه ووایو او پرېنږدو چې د دښمن دا شوم هدف پوره شي.))

بل لوري ته د لوګر والي حلیم فدايي وايي، په هېواد کې یو شمېر مافیايي کړۍ هم چې خپلې ګټې د جګړې په دوام کې ویني، په بیلابیلو نومونو د سولې بهیر پر وړاندې ستونزې جوړوي.

حلیم فدايي وویل:

((یو خو ثبات هغه چا ګډوډ کړی دی، چې اصلاً خپلې ګټې په جنګ کې ویني، هر چا چې د سولې مخالفت کاوه او په هر نوم يې کاوه په نتیجه کې بې ثباتي رامنځته کیږي، همدارنګه د هغو فاسدو مافیايي کړیو ګټې هم بالاخره د جنګ سره تړلي دي، ځکه دوی په جنګ کې جعل کولای شي، تذویر کولای شي، دا مافیايي کړۍ په کې هر کار کولای شي.))

د لوګر یو تن اوسیدونکي وزیر خان احمدزي وویل، یو شمېر ډلې او سیاسي ګونډونه د دې پر ځای چې د خپلو کړندونو په رڼا کې ولس او قومونه یووالي ته راوبولي او په هېواد کې سولې او پرمختګ ته يې وهڅوي، ځینو اختلافونو ته په لمن وهلو او د شخصي ګټولو په پیدا کولو لګیا دي.

وزیرخان احمدزی وايي، هغه ګوندونه چې پدې وروستیو کې جوړ شوي، اکثره په کې ځوانان راټول شوي او خلک يې ولس او هېواد ته پر ژمنتیا ډېر باور کوي.

XS
SM
MD
LG