د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف کاروان د لاهور پر لور روان شو


د پاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف له واکه تر لېرې کېدو وروسته نن د اګست په نهمه له اسلام اباده و لاهور ته روان شو چې دوه ورځې مزل به وهي.

د اګست په اتمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته د وینا په وخت نواز شریف ویلي ول، نه غواړي چې د وزیراعظم څوکۍ بیا ترلاسه کړي خو په پاکستان کې د قانون حاکمیت باوري کولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

د پنجاب د قانون وزیر رانا ثناء الله ویلي چې د نواز شریف کاروان به د جي ټي روډ له لارې ۳۰۰ کلومیټره مزل کوي او د پنجشنبې په ماښام به لاهور ته رسي.

نن د اسلام اباد له ډي چوکه د روانېدو په وخت د نواز شریف مرستیالانو هغه ته مخه ښه وویله او د هغه په ملاتړ يې شعارونه ورکړل.

په دغه اړه د امنیت ټینګ ساتلو لپاره د حکومت له خوا ځانګړې انتظامات شوي دي او نواز شریف یوازې هغه وخت خلکو ته د وینا لپاره له خپل ګاډي بهر وتلی شي چې امنیتي چارواکي ورته اجازه ورکړي.

د پاکستان سپریم کورټ د جولایۍ په ۲۸ مه نېټه د کرپشن د هغو تورونو له کبله نوازشریف له خپلې څوکۍ لیرې کړ چې په ده او د ده په کورنۍ پورې شوي دي.

XS
SM
MD
LG