د لاسرسي ځای

تازه خبر

'انتخاباتي لیسټونو کې د فاټا ولس د خپلو ښځو نومونه نه لیکي'


د پاکستان انتخاباتو مرکزي کمېشن د خيبر پښتونخوا صوبايي کميشن ته د يو خط له لارې لارښوونه کړې چې د دوه زره اتلسم کال د پارلېماني ټاکنو لپاره په تازه ووټر فهرستونو کې دې د قبايلي سیمو هغه کډوال رجسټر کړي چې خپلو سیمو ته ستانه شوی نه دي. خو پوښتنه دا ده چې د قبايلي سیمو کډوال خو يوازي خيبر پښتونخوا کې ميشته نه دي بلکې د پاکستان نورو صوبو کې هم اوسېږي، نو آیا داسې کوم هدایات يې نورو صوبو ته هم ورکړي دي او که نه ددي پوښتني په ځواب کې د مرکزي اليکشن کميشن د مطبوعاتو د څانګي ايډيشنل دایرېکټر جنرل هارون شنواری وايي.

(له خيبر پښتونخوا علاوه موږ داسې خطونه نورو صوبو ته نه دي ليکلي خو د پاکستان د هرې ضلعې په اليکشن کمیشن دفتر کې د کال دولس مياشتي د انتخابي قانون د سیکشن اتلسم تر مخه هر وخت د اوسېدو ثبوت لکه کرایه نامه او یا د جايداد کاغذونه وړاندې کولی شي او په هغه سیمه کې خپل ووټ درجولی شي. له دې علاوه د سيپتمبر په مياشت کې به الېکشن کمېشن په ټول پاکستان کې د ووټ په ا هميت او د ووټونو د اندراج په اړه يو کمپاين شروع کوي.)

د خيبر بښتونخوا اليکشن کميشن ته د مرکزي کميشن لخوا دا خط به په قبايلي سيمو کې د وووټونو د اندراج په حواله څومره ګټه وره وي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د قبايلي سيمو د خبر یالانو اتحاديې پخوانی مشر صفدر داوړ وايي چې په قبايلي سیمو کې د ووټ اهميت او په خاصه توګه د ښځو د ووټونو رجسټرولو په اړه سیاسی ګوندونو او حکومتي ادارو له يو ځانګړی کمپاين چلول پکار دی.

(د ښځو ووټ ډېر مهم حيثيت لري او پکار ده چې په دې لړ کې په قبايلي سيمو کې په سوشل ميډیا يو کمپاين وچلول شي چې که د ميرمنې، لور، مور او د یا کور د یوې بلې زنانه نوم په ووټر لسټ او یا نورو سرکاري اسنادو کې درج شي نو دا له قبايلي روایاتو سرغړونه نه ده. يوي بلې ستونزې ته هم ستاسو پام راګرځوم، قبايلي ولس د ووټونو د رجسټريشن علاوه د خپلو ښځو نومونه په مردم شمارۍ کې هم نه درجوي او یا خپل اصلي نوم نه درجوي.)

خو د فاټا او خيبر پښتونخوا لپاره د د فري اينډ فيېر اليکشن (د ازادو او رڼو ټاکنو) ادارې مشر ظهير خټک وايي تر ټولو غټه ستونزه دا ده چې پاکستان یو داسې جمهوري ملک دی چېرته چې د ووټ درجول قانوني او آييني ذمه واري نه بلکې اخلاقي ذمه واري ده او د دې له وجې د ښځو د ووټونو په اندراج کې خلک اخلاقي ذمه واري نه پوره کوي.

اليکشن کميشن وايي چې له اګست مياشتې په پاکستان کې انتخاباتي کال پيل شو او د ووټونو راجسټرولو پر ارزښت به کور په کور کمپاين د سيپتمبر په مياشت کې پيلوي.

XS
SM
MD
LG