د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلي د اګست پر لومړۍ لنډمهاله وزیراعظم ټاکي


اسلام اباد - د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د اګست پر لومړۍ نېټه د قامي اسمبلۍ غونډه وربللې چې پکې به لنډمهاله وزیراعظم ټاکل کېږي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ دفتر د شنبې (خالي) پر شپه په خپور شوي بیان کې ویلي چې لېواله کسان د وزیراعظمۍ څوکۍ لپاره د نوماندۍ کاغذونه د یکشنبې یا اتوار له ماسپښينه د ګل تر ماسپښينه جمع کولای شي.

د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق به دا کاغذونه پلټي او د نهې پر ورځ ماسپښين درې بجې به د قامي اسمبلۍ په غونډه کې نوی لنډمهاله وزیراعظم منتخبېږي.

مسلم لیګ (ن) ګوند په پارلېمان کې اکثریت لري او د پخواني وزیراعظم نواز شریف په وینا، د پېټرولو او ګیس چارو وزیر شاهد خاقان عباسي یې د لنډمهاله وزیراعظمۍ څوکۍ ته نومولی دی.

نواز شریف د شنبې پر ورځ د خپل ګوند په غونډه کې وویل، تر عباسي وروسته دې د ده د ګوند مخکښان او غړي د ده د ورور شهباز شریف ملاتړ وکړي.

د یکشنبې پر ورځ په پارلېمان کې اپوزیشن ګوندونه هم غونډه کوي چې پکې به د لنډمهاله وزیراعظمۍ لپاره خپل نوماند ټاکي.

د جولای پر ۲۸مه، د پاکستان د سپریم کورټ پینځه کسیزه جرګګۍ د پاناما اسنادو د قضیې فیصله په ډاګه کړه او پکې یې وویل چې له هېواده بهر د پټو شتمنیو په تور نواز شریف د وزیراعظمۍ لپاره ناموزون دی.

تر دې پرېکړې وروسته نواز شریف خپله له دندې ګوښه شو.

ده د یکشنبې پر ورځ د ګوند په غونډه کې وویل، دی د دې چلند حقداره نه وو. ده په ۱۹۹۹ز کال کې د هغه وخت پوځ مشر جنرال پروېز مشرف له دندې لرې کولو او بیا د پوځ له لوري د واک تر لاسه کولو کیسه وکړه او ویې ویل چې د هغه کال د اکتوبر پر ۱۲مه دی وزیراعظم وو او پر هم هغې ورځې د الوتکې تښتوونکی وبلل شو:

((زه نظریاتي کس یم. ۲۰، ۲۵ یا ۳۰ پخوا دومره نظریاتي نه وم، خو اوس یم. اووه کاله په جلاوطنۍ کې تېرول اسانه نه دي. یو ورځ وزیراعظم وم، په بله ورځ الوتکه تښتوونکی.))

شریف وویل، د واک وږی نه دی بلکې پاکستان پر سم لوري روانولو ته لېواله دی او د دې لپاره هر ډول قرباني ورکوي.

ده په همدې وینا کې تر ځان وروسته خپل ورور شهباز شریف د پاکستان وزیراعظمۍ ته نوماند کړ.

شهباز شریف دا مهال د پنجاب اعلا وزیر دی. کله چې لنډمهاله وزیراعظم وټاکل شي نو بیا به شهباز شریف له خپلې دندې استعفا ورکوي او د قامي اسمبلۍ انتخاباتو ته به درېږي.

که منتخب شو نو بیا به یې مسلم لیګ (ن) ګوند د وزیراعظمۍ څوکۍ ته نوماندوي.

XS
SM
MD
LG