د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل، نړیوالې ترهګرې ډلې هڅه کوي چې روان کال د افغانستان یو شمېر ولایتونه سقوط وکړي. ده وویل، په ځانګړي ډول پاکستان د دې ډلو ملاتړ کوي.
اسلام اباد د افغان اجراییه ریاست د مرستیال ویاند د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ويلي خو پخوا یې دا ډول تورونه رد کړي.
د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د دوشنبې (یا ګل) پر ورځ په کابل او لاهور کې تر ځانمرګو بریدونو وروسته ویلي ول چې پاکستان او افغانستان دواړه د ترهګرۍ ښکار دي او باید په ګډه یې پر ضد اقدامات وکړي.
نوموړي تور پورې کړی چې که ترهګر په ازاده توګه د افغانستان خاوره استعمال کړي نو دا بریدونه به هم داسې روان وي.
خو نه یوازې افغانستان بلکې امریکا وايي چې وسله وال په پاکستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په افغانستان کې بریدونه تنظیموي.