د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: تښتول شوي پاکستاني سفارتکاران خوشي شول


په کابل کې د پاکستان سفارتخانې ور
په کابل کې د پاکستان سفارتخانې ور

د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت وايي په افغانستان کې د دوی دوه تښتول شوي سفارتکاران امنيتي سرتيرو په خوندې توګه راخوشي کړي دي. ياد وزارت پرون (چارشنبه) په خپل بيان کې وويل، د افغانستان په ختيځ کې ښار جلال اباد کې په پاکستان قونسلګرۍ کې کارکوونکي دغه سفارتکاران د روان ۲۰۱۷م کال د جون پر ۱۶ نېټه هغه وخت لادرکه شول چې څه وخت له جلال اباده تور خم ته پر لاره ول.

بيان وايي چې افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د پاکستاني سفارت يوه چارواکي ته د ټليفون له لارې وويل چې دغه دوه کسان افغان ځواکونو د پوځي عملياتو له لارې راخوشې کړي. بيان زياتوي چې دغه کسان په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارل شوي ول.

دا دواړه سفارتکاران نن (پنجشنبه) اسلام اباد ته ورسېدل.

د بهرنيو چارو وزارت د سفارتکارانو د مشکوکه تښتوونکو او د خوشې کېدو د عملياتو د څرنګوالي په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG