د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل موټر بم برید، ۲۶ وژل شوي، ګڼ ژوبل


یوه ښځه د برید له ځایه د تېښتې په حال کې
یوه ښځه د برید له ځایه د تېښتې په حال کې

کابل - د افغان پلازمېنې کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد مشال راډیو ته وویل چې دا موټر بم حمله د دوشنبې پر سهار د شپږمې حوزې په شاوخوا سیمو کې د کانونو وزارت د کارکوونکو په ګاډي شوې چې ټوله مرګ ژوبله د همدغه وزارت کارکوونکو ته اوښتې ده.

په دې پېښه کې له ۴۰ زیات ژوبل هم دي.

مجاهد وايي، په سیمه کې په یوه نږدې هوټل کې د حملې په سبب اور هم لګیدلی دی. چارواکي وايي چې په برید کې د وژل شوو کسانو شمېر زياتيدلی شي. طالبانو د دې بريد زمه واري منلې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې برید غندنه کړې او ویلي یې دي چې ترهه ګرو تل انساني او اسلامي حقونه تر پښو لاندې کړي دي. د هغه دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي ترهګرو د خپلو جنایتونو په دوام یو ځل بیا په نه بښوونکي بشري ضد عمل لاس پورې کړ.

د افغانستان اجرايیه رييس، عبدالله عبدالله هم بريد غندلی او ویلي يې دي چې امنيتي ځواکونه به د دې حملې پلانونکو ته سزا ورکړي.

ولسمشر غني زياته کړې: ((ترهګرو ته د جنګ په ډګر کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا درانه زيانونه اوښتي چې د تروریستي بریدونو په کولو سره یې خپله کمزوري ثابته کړه.))

ولسمشر زياته کړې چې افغان حکومت تل له توپیر پرته د تروریستي ډلو په ځپلو ټینګار کړی دی او امنیتي او دفاعي ځواکونه د دغو ډلو د ځپلو په خاطر پياوړي کوي.

وسله والو طالبانو د حملې ذمه واري منلې.

XS
SM
MD
LG