د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین ـ پاکستان اقتصادي پروژو ساتنې ته ځواک جوړېږي


د چین ـ پاکستان اقتصادي پروژې نقشه
د چین ـ پاکستان اقتصادي پروژې نقشه

اسلام اباد او پراګ - د خېبرپښتونخوا حکومت د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ د ساتنې لپاره د خصوصي ځواک د جوړولو پرېکړه کړې ده چې د خلکو د استخدمولو پروسه به له راتلونکې میاشتې نه پیل شي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، په دې خصوصې ځواک کې به ۳۸۰۰ کسان په کار ګومارل کېږي چې ورته یو اربه روپۍ بیلې کړل شوې دي. دا خصوصي ځواک به د سي پېک سره تړلو منصوبو او په دې منصوبه کې کارکوونکیو ته تحفظ ورکوي.

د چین ـ پاکستان اقتصادي پروژې باندې کار روان دی
د چین ـ پاکستان اقتصادي پروژې باندې کار روان دی

په پاکستان کې د چين پاک اقتصادي راهدارۍ د مطبوعاتي څانګې مشر شوکت خټک د اتوار په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې په مرکزي کچ که څه هم د سي پېک د ساتنې لپاره يو خصوصي ځواک موجود دی خو دا پرېکړه وړاندې شوې وه چې صوبې به هم په پوليس او نيم پوځي ځواک مشتمل يو خصوصي ځواک جوړوي چې د نوموړې پروژې د منصوبو ساتنه وکړي.

د خټک په وينا بلوچستان او پنجاب صوبو وار له مخې دا ځواکونه جوړ کړي دي.د سند او خیبر پښتونخوا صوبو یواځې اعلانونه کړي وو خو په دې لاره کې یې عملي ګامونه نه وو پورته کړي.

​شوکت خټک وايي په مرکزي کچ د پوځ په مشرۍ د يادې منصوبې د ساتنې لپاره يو ځواک موجود دی چې ورته سپېشل سيکيورټي ډوېژن ويل کېږي خو دغه ځواک هم که صوبې ته ځي نو هغه د صوبايي حکومت او صوبايي چارواکو په وينا لېږل کېږي.

د خېبرپښتونخوا لخوا د سي پېک د ساتنې په پرېکړه د دفاعي چارو کارپوه بريګيډير سيدنذير وايي چې د دې لويې منصوبې لپاره بايد يو پياوړی مرکزي نظام يا خصوصي وزارت جوړ کړل شي چې داسې صوبې او مرکز په شريکه سره د دې لويې منصوبې هر قسمه ساتنه باوري کړي. خو نوموړی دا هم وايي چې د صوبايي ادارو لپاره يواځې په خپلو سيمو کې د دې ساتنه کول ګران دي، د دې لپاره د ساتنې او څارنې يو مضبوط نظام ضروري دی.

(( په صوبو کې چې له کومو سیمو د راهدارۍ لاره تېرېږي هلته صوبايي حکومت د دې ذمه واري ټوله نه شي اخېستلی خو تر څه حده مرسته کولی شي. مرسته به يې دا وي چې د سي پېک نه چارچاپېره کومې سيمې دي، په هغې نظر وساتي او خپل امنيتي ځواکونه هلته فعال کړي. بل اړخ ته د مرکزي حکومت په مقابله کې د صوبايي حکومتونو بجټ او فعاليتونه کم دي.))

د بريګيډير سيد نذير په وينا د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولس هم پر دې مطمين کول ضروري دي چې د منصوبې نه ګټه پسمانده او غريبو سيمو ته رسېږي نو داسې به ولس هم د دې منصوبې د ساتنې لپاره خپل پوره پوره کردار ترسره کړي.

د سي پېک د مطبوعاتي څانګې مشر شوکت خټک دا هم وايي چې دا وخت د نوموړې پروژې د سېوري لاندې د انرجۍ، سرکونو او رېل پشمول يو شمېر منصوبې روانې دي او اوس په هغه منصوبو کار پېل کېږي چې ترمخه به ېې په بيلا بيلو صوبو کې صنعتونه شروع کولی شي. په دې منصوبه کې د مقامي خلکو ترڅنګ يوه لويه شمېره د بهر ملکي وګړو هم ده نو د هغوي د امنيت لپاره صوبې ګامونه پورته کوي.

((پاکستان دا ويلي چې د سي پېک منصوبو ته به هر رنګه سيکيورټي ورکوي چې څوک له بهر هېوادونو انجنيران يا نور کارکوونکي راغلي دي او که څوک مقامي هم کار کوي نو د هغوی امنيت به يقيني کوي.))

د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په پروژه دا وخت کار روان دی چې یو شمېر چينيايي وګړي هم ورکې د کار کولو لپاره پاکستان ته راغلي دي. د پاکستان د حکومتي چارواکو ترڅنګ پوځي مشران هم په بيا بيا دا تکراروي چې د يادې منصوبې د ساتنې لپاره به هر ممکن ګام پورته کوي او په هر قيمت به يې سر ته رسوي.

XS
SM
MD
LG