د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سده کې ارمي پبلک سکول جوړېږي


سده - د کورمې تعلیمي څانګې یو مشر بیت الله وزیر وايي په سده ښار کې د پوځ په اعلان د يو ارمي پبلک سکول پر جوړولو کار روان دی.

د جولايې په ۱۱مه بیت الله وزیر مشال رېډیو ته وویل دا سکول چې هدف يې په سيمه کې تعليمي هلو ځلو ته وده ورکول دي ډېر ژر به تيار شي.

يو ځايي مشر ملک حاجي سلیم خان د دغه ګام ستاينه کړې خو نوموړی وايي د دا قسمه پوځي سکولونو جوړولو ضروت په هغو ترهګرۍ ځپلو سيمو کې دی چې پکې زده کوونکي معياري تعليمي اسانتياوې نه لري.

بلخوا د کورمې زده کوونکو سازمان (کورم سټوډنټس ارګنایزیشن) مشر محمد سلیم مشال رېډيو ته وويل که حکومت واقعي غواړي چې د دوی په سيمه کې ترهګري ختمه شي نو بايد چې ټولو خلکو ته تعليم ورسول شي.

محمد سلیم وايي، د دوی په سيمه کې د لوړو زده کړو لپاره اسانتياوې کمې دي نو چې د ياد پوځي سکول منظوري ورکړل شوې بايد هغه ژر تر ژره جوړ شي.

د تعليم څانګه وايي، په کوزه او منځنۍ کورمه کې شاو خوا ۲۵۰ سکولونه دي چې په کې قريباً ۱۰۰ د ناامنیو له کبله ړنګ يا بند پراته دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG