د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو ایرانی ډاکتر سره له کورنۍ امریکا ته له ننوتو منع کړل شو


پراګ - د سرطان ناروغۍ یو ایرانی متخصص چې په باسټن روغتون کې یې تازه دنده ترلاسه کړې امریکا ته روان وو خو خپل هېواد ته لېږدول شوی.

رسنیو ویلي چې هغه د سه شنبې په ورځ امریکا ته تر ننوتو وګرځول شو خو تر دې مخکې له خپلې کورنۍ سره یو ځای د امریکا د کډوالۍ چارو چارواکو نیولی هم وو.

باسټن ګلوب ورځپاڼې د امریکا د ګمرکاتو او سرحدي ګزمې (کسټمز اېنډ بارډ پیټرول) د ادارې د ویاندې سټیفني مالین په حواله ویلي چې ډاکتر محسن دهنوي، مېرمن یې او درې ماشومان یې د شپې ناوخته د لوګان هوايي ډګر ته ورسېد او له هم هغه ځایه یې ستون کړ.

د باسټن د ماشومانو روغتون او د کډوالۍ چارو د متخصصینو په حواله محسن دهنوي د شپږو عمدتاً مسلمانو هېوادونو په اتباعو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرايي فرمان په خاطر نه بلکې په بلې پلمې نیول شوی او استول شوی دی.

د امریکا د کډوالۍ چارو مدافع وکیلانو د نیو انګلنډ څانګې مسوولې سوسان چرچ ویلي: ((په څه چې مونږ پوهیږو دا دي چې دا کسان د سفر د بندیز د فرمان په خاطر نه بلکې تر دې هم په کومه بله احمقانه پلمه ایستل شوي دي.))

د امریکا د ګمرکونو او سرحدي ګزمې د ادارې ویاند په دې اړه د سمدستي نظر ورکولو په خاطر ټیلېفون یا ایمیل ته ځواب نه دی ویلی.

دوه اوونۍ وړاندې د امریکا سترې محکمې د ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن د اتباعو په وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر د بندیز د اجرايي فرمان اصلاح شوې بڼه تایید کړه.

په دې تایید سره هغه کسان چې په امریکا کې یې د کورنۍ نېږدې غړي ژوند کوي، د ښه نیت په پار، تر بندیز لاندې نه راځي او په خپله اجرايي فرمان هم په هغو کسانو د تطبیق وړ نه دی چې ویزې ولري.

ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتي کیمپېن کې امریکا ته د مسلمانانو په ورتګ د کامل بندیز لګولو غږ وکړ.

هغه وویل په کور دننه او بهر د اسلامپاله تندلارو د حملو د مخنیوي په خاطر د ملي امنیت لپاره دا کار کوي.

د دې نظریې مخالفینو د سفر د بندیز فرمان د امریکا په اساسي قانون کې د دین د ازادۍ د اصل خلاف وباله.

د ټرمپ اجرايي فرمان په جنوري کې خپور شو چې په هوايي ډګرونو کې یې ګډوډۍ پیدا کړې او ورپسې زرګونه کسانو یې پر ضد لاریون هم وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG