د لاسرسي ځای

تازه خبر

ظفر جګړا: موږ یو یو او ترهګر به مو هېڅکله بیل نه کړي


د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا ویلي دي چې په پاړه چینار کې له بمي چاودنو د بد امنۍ او کرکې خورولو لپاره د ترهګرو مقصد ناکامه شوی دی.

د خیبر پښتونخوا ګورنر دا خبره د کورمې پاړه چنار ته د خپلې دورې پر مهال ځايي مشرانو ته وکړه.

د خیبر پښتونخوا ګورنر وايي،تر څو چې موږ په خپلو کې متحد او اتفاق یو، ترهګر به مو هېڅکله مقابله ونه کړي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر دا باور ورکړل چې خپل ټول وسایل به پکار راولي او د ولس ځان او مال حفاظت کوي.

نوموړي دا هم وايي چې د پاړه چنار په پېښه کې ملوث عناصر به نه پرېږدي او هغوی ته به سزا ورکولی شي.

د دې نه علاوه اقبال ظفر جګړا د قبایلې مشرانو پر غوښتنې د ۵۰ بسترو مشتمل یو ټرومه سنټر د جوړولو اعلان وکړل دا یې هم وویل چې په راتلونکې کې به د پاړه چنار روغتون له ګریډ سي تر ګریډ ای درجه ورکوي.

د خیبر پښتونخوا ګورنرپه پاړه چنار کې هغو متاثره کورنیو کې د مرستې پیسې وویشلي چې خپل خپلوان یې د بمي چاودنو او ملیشې سرتېرو پر ډزو وژل شوي او یا ژوبل شوي ول.

د مالوماتو ترمخه، دغه پیسې متاثره کورنیو ته د وژل شویو په سر ۱۰ لکه او زخمي په سر پنځه لکه ورکړل شوي دي.

ځايي مشر ابرار جان توري وايي، له احتجاج کونکو سره دا وعده شوې وه چې د پنجاب په بهاولپور کې د اور لګېدو د پیښې متاثرینو ته کومه معاوضه ورکړې شوې وه هغه شان مرستې به له دوی سره هم کېږي، خو داسې ونه شول.

په پاړه چنار کې د جون پر ۲۳ نیټې له توري مارکیټ سره نږدې پرله پسې بمي چاودنو او د ملیشې سرتېرو په ډزو کې د سرکاري ریکارډ ترمخه، ۶۹ کسان مړه او تر ۲۰۰ زیات زخمیان شوي ول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG