د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپاکستان پوځ: پاړه چینار به «خوندي ښار» وګرځول شي


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د تېرې جمعې په ورځ پاړه چینار ته د سفر پرمهال اعلان وکړ چې د پاړه چینار ښار به په « خوندي ښار» بدل کړل شي.

نوموړي په احتجاج ناستو خلکو ته د وینا پر مهال د هغوی غوښتني ومنلې او اعلان یې وکړ چې د نوموړي ښار د خوندي کولو پروژه به زر پیل شي او د امنيت ټینګښت لپاره يې د عملي ګامونو ژمنه هم وکړه.

په پاڼه چينار کې د خير ښګړې يو ځايي فعال ابرار جان توري وايي کرمه په درېوو سیمو کې له افغانستان سره پولې لري او ​د پوځ مشر ورته ويلي وو چې په هغو درېوو ځايونو کې به ازغن تار لګول کيږي، او دې سره به له پولې هغې غاړه نه د کاروايانو مخنيوي وشي.

بلخوا د پاڼه چينار ځايي فعال محمد حبيب خان وايي چې مقامي خلکو برتي کولو سره به ښه والی راشي او په دې اړه پوهاوی هم موجود دی. د دوی په خبره په امنيتي پوستو اهلکار له نورو علاقو دي. ده زياته کړه “ دا خبره د پوځ مشر کړې ده نو هيله لري چې عملي به هم شي.

خو د کرمې د اهل تشيع ((انجمن حسينه)) مشر حاجي فقیر حسن د محفوظ ښار پروژي په اړه ډير خوشبينه نه دی او وايي چې هره ورځ ورته ګواښونه کېږي. ده زياته کړه:

((دوی دعوې کوي چې پاڼه چينار محفوظ ښار جوړوي خو دا به کله جوړي، موږ ته خو دړکې کېږي.))

د پاڼه چينار یو ځايي خبريال محمد شفيق وايي چې په جغرافيايي توګه دا سيمه د افغانستان درېوو ولايتونو خوست، پکتيا او ننګرهار سره لګېدلې او داعش وسله واله ډله چې په ننګرهار کې مرکزونه لري، په دي سيمه اسانۍ سره بريدونه کوي.

ده زیاته کړه:

(( دلته حقاني شبکه او القاعده داعش موجود دي او بلخوا ۷ لکه مقامي خلک دي، نو د دې سيمي امنيت د پاکستان پوځ ترجيحاتو کې شامل شوی دی او دا به اوس ارومرو يقيني کوي.))

خبريال محمد شفيق زياته کړه چې دا د پاکستان حکومت مجبوري جوړه شوې ده چې د هغو سيمو امنيت يقيني کړي، او مقامي ولس هم امنيتي ادارو سره مرستو ته تيار دی.

د پاکستان پوځ مشر د پاڼه چينار امنيت لپاره په داسي حال کې ګامونو پورته کولو ژمنه کړې چې تېره جمعه په دوو چاودنو او بیا پر مظاهره کوونکو د ملېشه سرتېرو په ډزو کې له دوه نیمو سوو څخه زیات کسان مړه او ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG