د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاړه چینار کې په اختر ویر او توره ورځ ده


د کورمې په پاړه چینار کې د جمعې په ورځ د بمي چاودنو او هلته پر مظاهره چیانو د ملېشې ځواکونو د ډزو په غبرګون کې ځايي ولس نن اختر په توره ورځ لمانځي.

د هغو خونړې پېښو پرضد په ښار کې ځايي خلک ویر کوي او نن د دوشنبې ورځ هم پر پرلت/درنا دي.

په پي اې چوک کې ناستو خلکو ته یوه ځايي مخور مزمل اغا وویل، که غوښتنې یې و نه منل شوې نو خپل احتجاج ته به دوام ورکړي.

یو بل احتجاجي او مشر منیر حسین اغا وايي، د دوی څلور غوښتنې دي، یوه دا چې په ښار کې دې کورمه ملېشه وګمارل شي، بل د انتظامیې او امنیتي مشرانو برطرفي غواړي، درېمه د پېښو روڼې پلټنې دې وکړل شي او وروستۍ، هغو امنیتی سرتېرو ته دې سزار ورکړل شي چې پر مظاهره چیانو یې ډزې کړې دي.

په پاړه چنار کې د جمعې په ورځ تر چاودنو وروسته پر پارېدلي مظاهره چیانو پاکستان ملېشې ځواکونو ډزې کړې وي چې پکې د ځايي مشرانو په خبره څلور تنه وژل شوي او ۱۲ نور زخمیان شوي ول خو ملېشه ځواکونه وايي دوی یوازې هوايي ډزې کړې وې.

د کورمې په پاړه چنار کې د جمعې په ورځ له توري مارکیټ سره نېزدې په پرله پسې دوو بمي چاودنو او د امنیتي سرتېرو په ډزو کې د صحت محکمې د شمېرو له مخې تر ۲۵۰ زیاتو ولسي ـ وګړيو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.

د هغو بمي چاودنو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان، انتقام وزیرستان او لشکر جهنګوي العالمي منلې ده.

د کورمې پاړه چنار کې بیا بیا چادونې او ځانمرګیو بریدونو ګڼو ولسي - وګړو ته مرګ -ژوبله اړولې.

پاړه چنار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:26 0:00

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG