د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ډونلډ ټرمپ ادارې پر پاکستان فشار زیات کړی دی"


امریکايي ولسمشر ډونلډ ترمپ
امریکايي ولسمشر ډونلډ ترمپ

د امريکا په کانګرس کې د رپبلکن ګوند غړي ټيډ پوو او د ډيموکراټ ګوند غړي ريک نولان يو بل وړاندې کړی دی چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جنګ کې دوه مخيزه پالېسي خپله کړي ده.

ټيډ پوو پر خپله ويبپاڼه د هغه بل تفصيلات خپاره کړي دي. نوموړي ويلي دي چې پاکستان د بينټيک ارنلډ پوځي جنرال غوندې د امريکا ملګری دی.

ارنلډ په 18مه پيړي کې د امريکا پوځي جنرال وو خو برتانوي پوځ ته تښتدلي وو.

نوموړي ويلي چې پاکستان اسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه او د طالبانو ملاتړ يې کړی وو.

دی وايي چې پاکستان د سخت دريځو او ترهګرو ختمولو لپاره موثره ګامونه نه دي پورته کړي او نه يې د ترهګرۍ ضد مفکورې ختمولو لپاره کار کړی دی.

خو پاکستان په وار وار د سیمه ییزو هیوادونو او نړیوالو داسې تورونه رد کړي دي.

د کانګرس غړو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې په دې وروستيو کلونو کې پاکستان د ترهګرۍ ضد پوځي عمليات پيل کړي او په هغوی کې د بریا ادعاوې هم کوي.

ټیډ پو
ټیډ پو

​د امریکا او ناټو ایتلاف له خوا په دې جګړه کې پاکستان ته پوځي مرستې هم ورکول کېږي.

پاکستان ته په ۲۰۰۴م کال کې د امريکا ولسمشر جارج ډبليو بش د غير ناټو اتحادي حيثت ورکړي ووچې د القاعده او طالبانو پرضد هغه هيواد سره مرسته وکړي.

په اسلام اباد کې د شخړو مطالعاتو څېړونکی ډاکټر شهريار خان وايي چې غير ناټو اتحادي حيثت ډير زيات مهم دی.

نوموړي وويل که چېري له پاکستانه دا حيثت اخستل کيږي نو دا هيواد به له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ شي.

ریک نولان
ریک نولان

پخوانی سفير رستم شاه مومند وايي ، پاکستان به ستونزې ولرې خو دا خبره مني چې د ولسمشر ډونلد ټرمپ ادارې پر پاکستان فشار زيات کړی دی.

رستم شاه مومند وويل ، په سيمه کې د امريکا ګټې دي او امداد بندولو خبره ممکنه نه ده.

په پيښور پوهنتون کې د سيمه ايزو چارو پوه ډاکټر سرفراز خان وايي ، پاکستان له امريکا سره د سيټو، سينټو کې ملګري شو، شوري اتحاد پرضد جنګ کې يې مرسته کړې وه، د افغان طالبانو خلاف يې خپلي اډې امريکا ته ورکړې وې.

ډاکټر سرفراز خان وويل په موجوده حالاتو کې کيداي شي پاکستان د خپل ځان لپاره نور ملګري پيدا کړي.

کارپوهان وايي چې د پاکستان غير ناټو اتحادي حيثت ختمولو سره به ډيري زياتي ستونزي رامنځ ته شي.

د دوي په وینا ، په دې کې به د امريکا لپاره اسانه شي چې که چېرې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ کونکې هيواد ګرځوي نو پر هغه به عسکري امداد بند شي او هغه به په سياسي توګه يوازي کړل شي.

XS
SM
MD
LG