د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پکتیا -خرلاڅو لار په اتوار پرانستل کېږي'


د کورمې مشران وايي، د دوی په غوښتنه د پاکستان پوځ د پکتیا -خرلاڅو لار د اتوار په ورځ د بیا پرانیستلو پرېکړه کړې ده.

د اینځرۍ سیمې حاجي مصایب حسېن مشال راډیو ته وايي، د چارشنبې ورځ په پېښور کې دېرش کسیزې جرګې د خیبر پښتونخوا ملېشې ځواک مشر مېجر جنرل شاهین مظهر ته د پکتیا-خرلاڅو لارې پرانیستلو خبره وړاندې کړه نو هغه ورته ډاډ ورکړ چې د راتلونکې اتوار په ورځ به یې پرانیزي.

له کورمې د افغانستان خوست پکتیا او نور سیمو ته تلونکې د خرلاڅې لار نه یوازې د تګ راتګ لپاره بلکې د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره هم ډېره مهمه ده.

ځايي مشر پیر سید کاظم وايي، دوی د لارې پرانستلو لپاره ډېر خوشاله دي ځکه چې د بندېدو له کبله په سلګونه کسان بې روزګاره شوي دي او ډېر زیات یې اغېزمن کړي دي.

د بوړکۍ سیمې ملک سید ناصر حسین وايي، د خرلاڅو لار له پرانستلو سره نه یوازې دا چې د خلکو اقتصاد به ښه شي بلکې دا به د سیمې امنیت لپاره هم ګټور ثابت شي.

د پاکستان حکومت په فرورۍ میاشت کې د سند صوبې په سېوڼ شریف کې د لال شهباز کلندر په مزار تر ځانمرګي برید وروسته د پکتیا -خرلاڅو لار تړلې وه.

د پاکستان پوځ له خوا تر اوسه د دغې لارې بیا پرانستلو په اړه هېڅ نه دي ویل شوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG