د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان او افغانستان خبریالان تر خپلو هېوادونو محدود دي'


کابل کې د افغانستان او پاکستان خبریالانو یوه غونډه. ۲۰۱۵م کال
کابل کې د افغانستان او پاکستان خبریالانو یوه غونډه. ۲۰۱۵م کال

دا مهال د پاکستان د درو ګاونډيو هېوادونو لکه د چين، هند او ايران سرکاري او شخصي ميډیا خبریالان په پاکستان کې د خپلې دندې لپاره ميشت دي.د دې ترڅنګ د پاکستان سرکاري ميډیا نمایندګان هم په دغو هيوادونو کي موجود دي. په دې لړ کې د چين سرکاري خبري اژانس ژنهوا، د هند سرکاري خبري اژانس پرېس ټرسټ اف انډیا او د ايران سرکاري خبري آژانس ارنا خبریالان په اسلام آباد کې خپلې دندې ترسره کوي خو يوازې افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې په کابل او اسلام اباد کې خپل خبریالان نه لري.

په اسلام اباد کې میشت پر افغان چارو نظر-لرونکی خبریال طاهر خان وايي، ځينې وختونه چې پاکستاني خبریالان د افغانستان په اړه ليکنه کول غواړي نو يوچا ته به ټېليفون وکړي او تازه حالات به ترې مالوم کړي او بیا به یو چا ته بريفینګ ورکوي او یا به چېرته ليکنه وکړي. دغه وقتي صحافت دی خو داسې خلک دواړو خواو ته نه شته چي په باقاعده توګه دواړو خواو ته حالات وڅاري.

د طاهر خان په خبره تر ټولو د بدمرغۍ خبره دا ده چې د دواړو هېوادونو خبریالان خپلو خواو ته محدود پاته شوي او له يوه بله ځان نه خبروي.

خو په کابل کې د افغان خبریالانو اتحادیې مشر رحيم الله سمندر وايي، تر وسه وسه یې هڅې وکړې چې افغان رسنۍ په پاکستان کې خپل دفترونه او خبریالان وساتي خو د امنيتي ستونزو له امله ورته ممکنه نه وه چې له پاکستانه خبریالي وکړي. دواړه خواوې له يوې بلې خوا وخت په وخت ځانونه خبروي، مرکې کوي خو نه افغان ميډیا په اسلام آباد کې خپل خبریال ساتي او نه یې پاکستانۍ رسنۍ په کابل کي ساتي. يو وخت افغان رسنيو لکه طلوع ټېليويژن، شمشاد او کابل نيوز په اسلام آباد او پیښور کې خبریالان ساتلي هم ول خو بیا د پاکستان استخباراتي ادارو دغه خبر یالان مجبوره کړل چي يوڅه فارمونه ډک کړي او سرکاري ادارې له خپلو هلو-ځلو خبرې وساتي، نو بیا مجبورا دغو رسنيو خپل دفترونه وتړل.

د افغان خبریال رحيم الله سمندر په اند ميډیا غواړي چې دواړو خواو ته موجوديت ولري خو حکومتونه یې پروړاندې خنډ دي.

د سيفما [جنوبي اسيا فري میډیا اسوسییېشن] مشر امتیاز عالم مشال راډیو ته وويل چي يوازې افغانستان نه بلکې د پاکستان ترڅنګ ټولو ګاونډیو هېوادونو ته پکار ده چې په خپلو هېوادونو کې د ميډیا شتون يقيني کړي او صحافت بايد د خپلمنځيو شخړو قرباني نه کړي.

XS
SM
MD
LG