د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اب و هوا بدلون له تړونه امریکا ولې ووتله؟


د اب و هوا یا د اقلیم په اړه د پېریس له نړیوال تړونه د امریکا په وتلو د دغه هېواد ملګريو او مخالیفانو هېوادونو خواشیني ښودلې.دغه تړون په ۲۰۱۵م کال د نړۍ ګڼو هېوادونو په دې موخه لاسلیک کړی وو چې د اب و هوا بدلون پر وړاندې ګړندي ګامونه پورته کړي.

د زیارت په ورځ له دغې لوظنامې د پرشاکېدو د اعلان پر وخت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل، په دې اړه به نورې خبرې اترې کوو.خود فرانس، جرمني او اټلي مشرانو په يوه ګډه بیانيه کي ويلي دي چې په دې لوظنامه نورې خبري نه کوي او د نړۍ پر نورو هېوادونو يې غږ و کړ چې د اب و هوا د بدلون په اړه خپله مبارزه چټکه کړي.

پوښتنه دا ده چې امریکا ولې د پېریس تړون ته غاړه نه ږدي؟ د پېښور زرعي پوهنتون یو استاد ډاکټر انعام الله یې په ځواب کې وايي په نړۍ کي دا مهال تر ټولو زیات د امریکا کارخانې د چاپیریال چټلولو ګېسونه باسي چې شین کریزه غازونه یا ګرین هاوس ګېسونه بلل کېږي. دا هغه ګېسونه چې د ځمکې او اسمان ترمینځ د او-زون څادر ته زیان رسوي. او-زون کې او [O] د اکسیجن لپاره ده.

((چین او امریکا دا مهال په ټوله نړۍ کي تر ټولو زیات شین کریزه ګېسونه چاپېریال ته وباسي. چين دوویشت فيصده او امریکا پنځلس فيصده ګېسونه فضا ته خارجوي. اوس د امریکا دا انديښنه ده، که دوی د پېریس لوظنامې له مخې د دغو ګېسونو وېستل کم کړي نو د کارخانو پيداوار به یې کم شي او له وجې به يې په امریکا کې بې رزوګاري زیاته شي او نوې کارخانې به نه لګول کېږي. او له دې سره به د امریکا پر حکومت د ولس فشار زیات شي.))

له دې تړونه د امریکا وتو په اړه د چين او روس ترڅنګ يوشمېر هېوادونو خواشيني ښودلې او له خپله لوري یې د دغه لوظنامې ساتلو ژمنې تازه کړي دي.

د جرمني په برلن ښار کې د اب و هوا بدلون په اړه د يوې نړۍوالې ادارې کلايمېټ انلاټکس يو پاکستانی څېړنکار ډاکټر فهد سعيد وايي، د امریکا په ګډون ګڼو هېوادونو په ۲۰۱۵م کال کېد پېریس لوظنامه د ملګرو ملتونو تر سیوري لاندې لاسلیک کړه چې په نړۍ کې به تودښې مخ په زیاتېدو کچه راټیټول دي.

"د دې تړون درې مهمې برخې دي، یوه دا چې په نړۍ کې به د تودوښې [حرارت] درجه دوه ته راتيټوي او بیا به دغه کچه ۱.۵ ته راوستو لپاره هلې ځلې کول وي. دويمه برخه يې دا وه، داسې ترقي به کول غواړي چې له مخه يې له کارخانو د هغه ګېسونو وتل یا اخراج کمول وي چې اقلیم ته زیان رسوي. خو په دې لړ کي به دا خيال هم ساتل کېږي چې د خوړو پيداوار اغېزمن نه شي او درېيمه يې دا برخه وه چې کوم مالداره هېوادونه دي، هغوی به په دې لړ کې بې وزلو هېوادونو له مالي مرستې ورکوي چې خپل پيداوار پرځای وساتي."

دا چې د دي لوظنامې نه پاکستان ته څه ګټه او څه نقصان دي په دي اړه ډاکټر انعام الله وايي که څه هم پاکستان په هغه فهرست کې تر نېږدې یو سلو هېوادونو هم وروستو دی چې شین کریزه ګېسونه چاپېریال ته خارجوي. هغه ځکه چې پاکستان يو صنعتي هېواد نه دی خو که بلخوا ته وګورو نو پاکستان په هغه فهرست کې پر پنځم نمبر دی چې د اب و هوا بدلون له وجې له سخت خطر سره مخامخ دی او متاثره کېږي.

د ډاکټر انعام په خبره د يو عام وګړي هم دا ذمه واري جوړېږي چې لږ تر لږه يوه و نه ولګوي چې د اب و هوا د خراب بدلون مخه ونيول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG