د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان، چين او افغانستان په عملي همکاريو سره سلا شوي


فايل فوټو
فايل فوټو

پاکستاني، افغان او چينايي چارواکيو په چين کې سره کتلي دي.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د شنبې په ورځ خبر پاڼه کې ويلي،د درې واړو هېوادونو دېپلوماتانو د خپل منځي همکاريوو په عملي کولو خبرې وکړې.

د خبرپاڼې تر مخه درې واوړ غاړو په سيمه کې پر امنيت ټينګار کولو سره وويل چې پرمختګ له سولې سره تړلی دی.

افغانستان او پاکستان سوداګری ته د دې ورکولو خبره کوي خو بل خوا دوی خپلې لارې و تړي نو په داسې حال کې ګرانه ده چې د يوې کړۍ او يو سړک نوښت مخ په وړاندې لاړ شي. رحيم الله يوسفزی

په خبرپاڼه کې راغلي چې د چين له خوا پيل شوی نوښت يوه کړۍ يو سړک باندې د بحث پر وخت چارواکيو وويل چې د اقتصاد ښه کولو لپاره بايد عملي همکاري وشي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد او بېجنګ هڅه کوي چې د روغتيا، انرژۍ، کرهڼې او بيا رغونې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

خبريال رحيم الله يوسفزۍ وايي، افغانستان او پاکستان دواړه سوداګری ته د دې ورکولو خبره کوي خو بل خوا دوی خپلې لارې و تړي نو په داسې حال کې ګرانه ده چې د يوې کړۍ او يو سړک نوښت مخ په وړاندې لاړ شي.

نوموړی زياتوي چې د دواړږ هېوادونو ترمنځ تعلقاتو سمولو کې د چين مداخله وضع ښه کولای شي.

پاکستان له ۱۹۹۲ ز کال راهيسې په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ راوستو ادعاوي کوي خو په حقيقت کې داسې نه ده. شميم شاهد

په پېښور کې خبريال شميم شاهد وايي، دغسې غونډې هغه وخت ښې پايلې لرای شي چې کله پاکستان د افغانستان په اړه خپله پاليسي بدله کړي.

دده په وينا پاکستان له ۱۹۹۲ ز کال راهيسې په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ راوستو ادعاوي کوي خو د شميم شاهد په خبره په حقيقت کې داسې نه ده.

نوموړي وويل، دواړه هېوادونه به خپل نيتونه پاکوي او غلط فهمی به له منځه وړي نو بيا د اړيکو ښه کېدو امکان شته.

په غونډه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ډايرېکټر جنرل منصور احمد خان، د افغانستان ماليې وزارت ډايرېکټر جنرل خالد پاینده او د چين د بهرنيو چارو وزارت ډايرېکټر جنرل ژیو کیان وکړه.

XS
SM
MD
LG